ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : غزني کې ٤٤ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي : غزني کې ٤٤ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
20 Apr 2019 - 17:01
چارواکي : غزني کې ٤٤ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
20 Apr 2019 - 17:01

غزني ښار (پژواک، ٣١ ورى ٩٨): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٤٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ او تېره شپه امنيتي ځواکونو په مرکز او ګيرو، ګيلان، اب بند، ناوه او اندړو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٤٤ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپيان دي او د وسلو يوه زېرمه کشف او له منځه وړل شوې ده.

نوري زياتوي چې په دغو عملياتو کې امنيتي سرتېرو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې افغان او بهرنيو ځواکونو تېره شپه په ګيلان او ناوې ولسواليو کې د ملکي خلکو پر کورونو چاپې وهلې دي.

هغه وايي چې د دغو چاپو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ تنه وژل شوي، يو شمېر نور ټپيان دي او ١٢ تنه عام وګړي يې له ځانه سره بيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.