کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٨): د سريلانکا د پلازمېنې کولمبو او نورو ښارونو په درېيو کليساوو او درېيو عصري هوټلونو کې د چاودنو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه هېواد د رسنيو د راپورونو له مخې، دا چاودنې نن (د غويي لومړۍ نېټه) سهار مهال په داسې حال کې شوې چې په کليساوو کې د عيسايي دين اړوندو کسانو د (ايسټر) په نوم مراسم ترسره کول.
ځايي چارواکو ويلي چې په دغو چاودنو کې تر ١٠٠ ډېر کسان وژل شوي او تر ٣٠٠ زيات نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په وژل شوو کې نهه بهرنيان هم شامل دي، خو د هغوى هېوادونه نه دي په ډاګه شوي.
د سريلانکا د پلازمېنې کولمبو ښار د ملي روغتون مسوولينو ويلي چې دوی ته لسګونه جسدونه او شاوخوا ٣٠٠ ټپيان ور وړل شوي دي.
راپورونه وايي چې يوه کليسا او دوه هوټلونه په کولمبو ښار، دوه کليساوې او يو هوټل په شمالي ولايت نيګاموبو کې په نښه شوي دي.
د يادونې ده، په دغه هېواد کې د تاميل پړانګانو له خوا تر ٣٠ کلنې جګړې وروسته په تېرو څو کلونو کې جګړې پاى ته رسېدلې وې او سوله راغلې وه، خو له يادو جګړو وروسته دا لومړۍ لويې د نا امنيو پېښو دي چې رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن