ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نغلو برېښنا بند د تولید ظرفیت ۵۰ میګاواټه زيات شوى

د نغلو برېښنا بند د تولید ظرفیت ۵۰ میګاواټه زيات شوى

author avatar
21 Apr 2019 - 17:01
د نغلو برېښنا بند د تولید ظرفیت ۵۰ میګاواټه زيات شوى
author avatar
21 Apr 2019 - 17:01

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د توربینونو له ترمیم څخه وروسته د نغلو بند برېښنا تولید له ۵۰ میګاواټو څخه ۱۰۰ میګاواټو ته لوړ شوی دی.

د برېښنا ریاست له مطبوعاتي دفترڅخه نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان برېښنا شرکت د مشرتابه، د برېښنا تولید حوزې ریاست او نړیوال بانک پروژو امریت په مشرتابه، د نغلو بند برېښنا دوه توربینه، په بنسټيز ډول بیارغول او ترمیم شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دمګړۍ، د برېښنا په یاد بند کې څلور توربینونه فعال دي چې څلور واړه توربینونه په یو ساعت کې ۱۰۰ میګاواټه او ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

د خبرپاڼې له مخې، د نغلو برېښنا بند څلور توربینونه لري چې د هر توربین تولیدي ظرفیت ۲۵ میګاواټه دی چې د څلور واړو توربینونو د تولید ظرفیت ۱۰۰ میګاواټو ته رسېږي؛ خو یو توربین یې اته کاله وړاندې او بل یې دو نیم کاله وړاندې د تخنیکي عوارضو له امله، غیرفعال شوي وو چې په وروستیو کې بېرته فعال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د نغلو برېښنا بند سربېره له ماهیپر او سروبي برېښنا بندونو څخه کابل ښار ته برېښنا ورکول کېږي چې لومړی د ۵۸ میګاواټو برېښنا او دویم يې د ۲۲ میګاواټو برېښنا تولید ظرفیت لري.

د برېښنا ریاست معلوماتو له مخې، کابل ښار په دوبي او ژمي کې نږدې ( له ۶۵۰ – ۷۲۰ میګاواټو) برېښنا ته اړتیا لري له کورنیو سرچینو د برېښنا تولید، د ۳۰۰  میګاواټو وارداتي برېښنا او ۹۰ میګاواټو حرارتي برېښنا ترڅنګ، کابل ښار لاهم له ۳۰- ۴۰ سلنې برېښنا له کمښت سره مخ دی.

په ورته مهال د یاد شرکت مسوولینو ویلي چې له شمال څخه د ۵۰۰ کیلوولټو مزې غځېدو کار په بشپړېدو او له ترکمنستان او ازبکستان څخه  د زرو میګاواټو برېښنا په لېږد سره  به د کابل برېښنا کمښت ستونزه له منځه ولاړه شي او سربېره له دې به ننګرهار، میدان وردګ، بامیان، غزنی، کندهار، زابل، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه هم له دوامدارې برېښنا څخه برخمن شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.