لښکرګاه (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٨): هلمند کې د لسګونو شاعرانو، لیکوالانو او دولتي چارواکو په ګډون د هلمند سيند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه.
دغه مشاعره هر کال د هلمند سیند ته څېرمه د هلمند سيند په نوم جوړېږي چې د دغه ولايت د شاعرانو او ليکوالانو ترڅنګ د نورو سيمو شاعران او ليکوالان هم په کې ګډون کوي.
دغه مشاعره د نورو کلونو په څېر تېره شپه هم ترسره شوه چې د شعرونو ډېره برخه يې سولې ته ځانګړې شوې وه.
د غونډې په پيل کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه اساسي موخه يوالى او د خپل فرهنګ ساتل دي.
نوموړي ادعا وکړه چې په دغه ولايت کې د نورو ولايتونو په پرتله د شعر ويل، ډېره مخينه لري.
بل لورته د شعرونو تر ويلو وروسته د هېواد د تکړه ممثل ممنون مقصودي په ګډون يو شمېر تمثيل کوونکو تمثيلي ټوټې هم نندارې ته وړاندې کړې.
ممنون مقصودي پژواک ته وويل چې دى غواړي د خپل تمثل له لارې هېوادوال سولې ته دعوت کړي.
دغه راز مشهور شاعر پرهيز شګيوال پژواک ته وويل چې د هلمند سيند په مشاعره کې د ډېرو شاعرانو، شعرونه د سولې لپاره ځانګړي شوي وو.
هغه زياته کړه: ((زما له ټولو څخه غوښتنه دا ده چې سوله کېدونکې ده، هر يو دې په خپله برخه کې د سولې د راتګ لپاره هلې ځلې وکړي او نور دې جګړه بـس کړي.))
د يادونې ده چې دغه مشاعره هر کال د غويي په مياشت کې ترسره کيږي چې په سږنۍ مشاعره کې د هلمند د شاعرانو او ليکوالانو ترڅنګ د کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، ميدان وردګو، غزني، زابل، لوګر، کندهار او فره ولايتونو شاعرانو او ليکوالانو هم ګډون درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن