ښرنه(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): سلګونو پکتیکاوالو په اورګون ولسوالۍ کې د دې ولایت د امنیه قوماندان غلام سخي روغ لېوني په ملاتړ لاريون وکړ .
په داسې حال کې نن د دغه ولایت د امنیه قوماندان په ملاتړ لاريون کيږي چې يوه اوونۍ وړاندې ددې ولايت په مرکز ښرنه کې سلګونو پکتيکا والو دلاريون په ترڅ کې ياد امنيه قوماندان په غلاوو تورن کړی و.
ددغه لاريون يوه ګډون وال او قومي مشر ازاد خان پژواک خبري اژانس ته وويل، روغ لېوني د پکتیا ـ پکتیکا لاره خلاصه کړه، پولیس یې د زورواکو له انحصاره خلاص کړل، خیالي سرتېري يې ختم کړل او دفساد پر وړاندې يې جدي ګامونه واخیستل، چې پکتیکاوال یې ستایي.
مدني فعال معين الله همدا راز وويل چې د ګوتو په شمار څو کسان چې د امنیه قوماندان مخالفت کوي، شخصي ګټې يې په خطر کې دي او دپکتیکاوالو استازیتوب نه شي کولی.
هغه پژواک ته وويل چې له امنیه قوماندان سره د سر په بدل ولاړ دى او له اتلسو کلونو وروسته د پکتیکاوالو په خوښه قوماندان را استول شوی چې باید تر ډېره په خپله دنده پاتې شي.
دلاريون يو بل ګډون وال محب الله وويل چې دپکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی په پکتيکا کې د زور واکو، غاصبينو او مافيايي کړيو مخه نيولې چې له امله يې اړوند خلک دبدلولو هڅې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن