کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٨): لویې څارنوالۍ د کوچیانو حوزې د نوماندانو ټاکنیز شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته استولي، خو تر اوسه یې په داسې حال کې برخلیک روښانه نه دی چې روانه اوونۍ د دغه حوزې وروستۍ پایلې اعلانېږي.
د کوچیانو حوزې معترضو نوماندانو تېر کال د سلواغې په ۲۷ مه لویې څارنوالۍ ته عریضه کړې وه او ادعا یې درلوده چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ځینو نوماندانو او ټاکنیزو کمېسیونونو لخوا درغلۍ شوې دي.
یادو نوماندانو لیکلي، ټاکنو کمېسیون د نوم لیکنې پر مهال ویلي وو چې کوچیان کولای شي د خپلې استوګنې په سیمه کې په هر ټاکنیز مرکز کې رایې ورکولای شي، خو له ټاکنو ۱۷ ورځې مخکې یې وویل، کوچیان دې په هغه سیمه کې رایه ورکړي چې نوم لیکنه یې پکې کړې ده.
د کوچیانو د رایې ورکونې د سیمو د نوملړ خپرول، د کابل ښار په ۲۱ مه ناحیه کې د تقلبي رایو څخه د صندقونو ډکول، په دې ناحیه کې د رایې ورکونې له مرکزونو څخه د کوچیانو د څارونکو ایستل او ګواښول، میرویس ښارګوټي ته د صندقونو لېږد او ډکول، په کندهار ولایت کې د کوچیانو د ځینو مرکزونو بند ساتل او د دغه ولایت په ځینو مرکزونو کې په دې پلمه کوچیانو ته د رایې ورکولو د اجازې نه ورکول چې د کوچیانو نوملړ نشته هغه موارد دي چې په عریضه کې په تفصیلي توګه لیکل شوي.
دوی وايي، د کوچیانو په حوزه کې له بایومتریک پرته هېڅ رایه نه ده کارول شوې خو کمېسیون ویلي چې له بایومتریک پرته ځينې کارول شوې رایې موجودې دي.
دوی ادعا کوي چې کمېسیون دغه کار د یو شمېر مشخصو نوماندانو د بریالیتوب لپاره ترسره کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن