ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني : د کابل سیند دې پاک او استنادي دېوالونه دې جوړ شي

غني : د کابل سیند دې پاک او استنادي دېوالونه دې جوړ شي

author avatar
21 Apr 2019 - 18:54
غني : د کابل سیند دې پاک او استنادي دېوالونه دې جوړ شي
author avatar
21 Apr 2019 - 18:54

کابل: (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): ولسمشر غني، د کابل سیند د حریم دتعیین، تثبیت او تصفیې ترڅنګ امر وکړ چې کابل سیند له پغمان څخه تر تنګي غارو پورې باید پاک او استنادي دېوالونه دې هم جوړ شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ د کابل سیند د مدیریت او په کابل ښار کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو د ارزونې په اړه نن مازیګر په ارګ کې  غونډه جوړه شوه.

سرچینه زیاتوي، په دغه غونډه کې کابل ښاروال او ټولو مسوولینو د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو د کچې او بېلابېلو ادارو له لوري د ترسره شویو عاجلو اقداماتو راپور غونډې ته وړاندې کړ.

 ولسمشر غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د اړوندو ادارو ترسره شویو اقداماتو څخه په مننې لارښوونه وکړه، چې د سېلاب ځپلو د لېږد او هغوی چې کورونه یې په بشپړ ډول له لاسه ورکړي دي، بېړنۍ مرستې وشي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د کابل سیند د حریم د تعیین، تثبیت او تصفیې او د یادې ساحې پر ډیزاین ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې اړوند وزارتونه دې د همکارۍ خپلمنځي تفاهمنامه لاسلیک کړي چې د وظایفو وېش مشخص او لګښت یې معلوم شي.

ولسمشر غني وویل، کابل سیند له پغمان څخه تر تنګي غارو پورې باید پاک او استنادي دېوالونه دې هم جوړ شي.

سرچینه زیاتوي چې ولسمشر غني د فواید عامې وزارت او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه،په کابل ښار کې دې د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو پلونو جوړولو او بیارغونې په اړه بېړنى اقدام وکړي او د کمپنۍ پول دې هم په عاجله توګه د خلکو د تګ راتګ لپاره چمتو شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.