ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيول شوى بريدګر: په دوه زره کلدارو مې درې پوليس وژلي

نيول شوى بريدګر: په دوه زره کلدارو مې درې پوليس وژلي

author avatar
21 Apr 2019 - 15:15
نيول شوى بريدګر: په دوه زره کلدارو مې درې پوليس وژلي
author avatar
21 Apr 2019 - 15:15

غزني ښار(پژواک،د غويي لومړۍ نېټه ٩٨ ): د ملي امنيت ځواکونو په غزني ښار کې هغه کس نيولى چې د دوه زره کلدارو په بدل کې د يوه امر په ګډون درې پوليس وژلي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سرتېرو تېره شپه په مهاجرينو ښارګوټي کې د درېيو پوليسو قاتل نيولى دى.

هغه وايي چې دغه کس محمد خالد نوميږي، د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى او دا مهال د غزني ښار په مهاجرينو ښارګوټي کې اوسېده.

د نوري په وينا، دغه کس يوه اوونۍ وړاندې د مهاجرينو ښارګوټي ته څېرمه د امنيې قوماندانۍ د ښوونې او روزنې امر څارمن شاپور بختيار پر ډزو وژلى و.

د نوموړي په خبره، محمد خالد پر خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي چې تر دې وړاندې يې دوه نور پوليس هم وژلي دي.

دى زياتوي، محمد خالد په خپلو اعترافاتو کې ويلي چې د يادو پوليسو د وژل کېدو په بدل کې ورته دوه زره پاکستانۍ کلدارې ورکول شوې دي.

بل لورته محمد خالد رسنيو ته وويل چې د هر پوليس د وژل کېدو په بدل کې قوماندان يې ورته پنځه-پنځه سوه کلدارې ورکړي، خو کله يې چې د ښوونې او روزنې امر وواژه نو زره کلدارې يې ترلاسه کړې.

هغه ونه ويل چې قوماندان يې څوک دى او په کومې ډلې پورې تړاو لري.

خو د والي وياند وايي چې دغه کس په وسله والو طالبانو پورې اړوند دى او د نورو ملګرو د نيولو هڅې يې هم روانې دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.