ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د «لاجورد لارې کاروان» د کورنیو تولیداتو پنځم نندارتون پرانیستل شو

په هرات کې د «لاجورد لارې کاروان» د کورنیو تولیداتو پنځم نندارتون پرانیستل شو

author avatar
21 Apr 2019 - 20:08
په هرات کې د «لاجورد لارې کاروان» د کورنیو تولیداتو پنځم نندارتون پرانیستل شو
author avatar
21 Apr 2019 - 20:08

هرات (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): چارواکو په هرات کې (( د لاجورد لارې کاروان)) د کورنیو تولیداتو په پنځم نندارتون کې له کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ، صنعت کاران یې د هېواد اقتصاد راتلونکي ضمانت کوونکي وبلل.

دا نندارتون نن د هېواد ملي امنیت سلاکارحمدالله محب، د هرات والي عبدالقیوم رحیمي، د کانونو او صنایعو وزارت سرپرستې نرګس نهان د صنایعو د ځینې خاوندانو او ملي سوداګرو په ګډون د هرات ښار په ترقي پارک که پرانیستل شو چې ۱۴۰ غرفي د بېلابېلو کورنیو تولیداتو او ۷۰ غرفي د ښځوو د لاسي او تولیدي صنایعو لپاره ځانګړې شوي ډي.

د هېواد ملي امنیت سلاکار ډاکټرحمدالله محب د لاجورد لارې کاروان نندارتون پرانیستې په مراسمو کې وویل چې صنعت کاران د هېواد راتلونکي اقتصاد ضمانت کونکي دي.

هغه زیاته کړه: ((امنیت او اقتصاد له یو بل سره تړلي دي، تر ټولو لویه ستونزه چې نن ورسره افغانستان مخ دی، اقتصادي ستونزه ده، که بهرنۍ مرستې بندې شي، زیاتې ستونزې به راوټوکېږي نو په دې موخه موږ نن دلته راغلي یو څو صنعت کاران و سوداګر وستایو او د دوی فعالیتونه وګورو، ستونزې یې واورو او رسېدنه ورته وکړو.))

نوموړي د دا ډول نندارتونونو جوړول د هېواد اقتصاد غوړېدا په برخه کې مهم بللې، ویې ویل: ((موږ ویاړو چې نن افغاني تولیدات په دې نندارتون کې ګورو.))

په ورته مهال د هرات والي عبدالقیوم رحیمی له کورنیو توليداتو پرملاتړ د ټینګار ترڅنګ د دې نندارتون جوړل د لویديځې حوزې د صنایعو او اقتصادي پرمختګونو د پېژندنې لپاره مهم ګام وباله.

هغه زیاته کړه: ((نندارتونونه د بازارموندي و معرفي کولو لپاره ترسره کېږی، زه فکر نه کوم چې د افغانستان په کچه به تراوسه داسې نندارتون جوړ شوی وي، د ډمپنګ سیستم په اړه کار کوو په یو ځل سرحد نه شو بندولی، خو ستراتيژۍ شتون لري چې په تدریجي ډول ډمپینګ کم کړو.))

د صنایعو خوني مشر او د دې نندارتون جوړونکي حمیدالله خادم وویل چې په دې نندارتون کې د بېلابېلو صنایعو او کورنیو تولیداتو څه باندې ۲۱۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوې دي.

نوموړي د دې موضوع په څرګندولو سره چې د ۲۱۰ غرو له جملې څخه ۷۰ یې د ښځو تولیدي او لاسي صنایعو ته ځانګړې شوي دي، زیاته یې کړه چې څو غرفې د کندهار، بلخ او کابل ولایتونو صنعت کارانو ته ځانګړې شوي دي.

خادم په ډاګه  کړه چې په دې نندارتون کې د سوپرکولا، پامیرکولا شرکتونو تولیدات، طبي درمل او وسایل، غالۍ، اوسپنه، پلاستیک، مرمر ډبرې، خوراکي توکي، خښتې، کاشي او داسې نور نندارې ته اېښودل شوي دي.

په ورته مهال، یو شمېر غرفه لرونکو، صنعت کارانو ته د دولت د نه پاملرنې په تړاو شکایت کاوه او هېواد ته د بهرنیو توکو د راوړلو د مخنیوي غوښتنه یې کوله.

د پامیر کولا شرکتونو ټولنې استازي زمري صاحب زاده پژواک خبری اژانس ته وویل: ((دولت ۴۰ سلنه هم له سوداګرو او صنعت کارانو سره مرسته نه کوي، هره روز نوې تعرفې وضع کوي، له امنیتي ستونزو سره مخ یو، تازه یې پرېکړه کړې څو ګمرک اسلام قلعه ته ولېږدوي؛ په دې سره به هرات ته په زیاته کچه کیک او بهرنۍ نوشابې راوړل شي، مرکزي دولت له موږ څخه ملاتړ نه کوي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.