کابل(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): کابل کې د کمپنۍ د نړېدلي پله تر څنګ په يوه اوونۍ کې استحکامي پول جوړيږي او دغه پول چې د کابل- کندهار لار پرې تېرېږي په اساسي ډول تر اړينو څېړنو وروسته رغول کېږي.
د راپورونو له مخې، د کابل د کمپنۍ پول چې د کابل- کندهار لويه لار پرې تېرېږي، د وري په ۲۹ مه شپه ونړېد.
که څه هم چې د پله له نړېدو سره د کابل- کندهار لويه لار ونه تړل شوه او موټر پله ته څېرمه پر بل سړک تګ راتګ کوي، خو خلک يې ځکه له ستونزو سره مخ کړي چې دويم سړک کوچنى دى او ډېر وخت د ګڼې ګوڼې له امله د ترافيکو پر مخ بند شي.
د ترانسپورټ وزارت وياند مهدي روحاني نن (د غويي په لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه پله تر جوړېدو مخکې څېړنې کېږي چې دغه پول په څه ډول ورغول شي، تر څو په راتلونکې کې ستونزه رامنځته نه شي. هغه وايي چې تر څېړنو وروسته به د پله د اساسي جوړولو چارې پيل شي.
هغه ونه ويل چې کار به کله پيل شي، خو زياته يې کړه چې تر يوې اوونۍ به په دغه سيمه کې يو استحکامي پول جوړ شي، تر څو د لنډ وخته لپاره د موټرو د تګ راتګ ستونزه لرې شي.
دى وايي چې د استحکامي پول چارې پيل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن