ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال ووژل شو

چارواکي: د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال ووژل شو

author avatar
21 Apr 2019 - 20:39
چارواکي: د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال ووژل شو
author avatar
21 Apr 2019 - 20:39

جلال اباد(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت چپرهار ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کی ۱۵ وسله وال مخالفین وژل شوي، لسګونه نور ټپيان شوي چې د وژل شويو جسدونه یې هم په سیمه کې پاتي دي.

په ختیځ کی د سرحدي ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خېل پژواک ته وویل، جګړه نن د غويي په لومړۍ نېټه د سهار نهه بجې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې پیل شوه .

نوموړي په لومړنیو معلوماتو کې د وسله والو مخالفینو هغه جسدونه رسنیو ته وښودل چې د خپلو وسلو سره یې د سرحدي ځواکونو لاس ته ورغلي وو

د حسین خیل په وینا د عملیاتو په جریان کې پنځلس وسله والو مخالفینو وژل شوي، چې د پنځو وژل شوو جسدونه یې په سیمه کې پاتي دي .

دی وايي، په دې نښته کې د سرحدي ځواکونو یو سرتیری هم وژل شو او تر دا مهال د چپرهار ولسوالۍ اړوند د غلام ډاګ سیمی هغه برخې چې د داعش او طالبانو سره وې، ملي دفاعی ځواکونو په خپل کنټرول کې راوستي.

داعش او طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.