ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې په لومړي ځل د نباتي ناروغیو د تشخیص لابراتوار جوړ شو

کونړ کې په لومړي ځل د نباتي ناروغیو د تشخیص لابراتوار جوړ شو

author avatar
21 Apr 2019 - 19:03
کونړ کې په لومړي ځل د نباتي ناروغیو د تشخیص لابراتوار جوړ شو
author avatar
21 Apr 2019 - 19:03

 اسعداباد(پژواک،د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): کونړ کې په لومړي ځل د نباتي ناروغیو د تشخیص لپاره دولتي لابراتوار جوړ شو.

چارواکي د دغه لابراتوار جوړېدل د نباتي ناروغیو په تشخیص او درملنه کې مهم یادوي او زیاتوي، پخوا به یې د امراضو تشخیص لپاره کروندګر ننګرهار ته لېږل.

دهغوى دمعلوماتو له مخې، ياد لابراتوارد ۱،۹ میلیونه افغانیوپه لګښت  جوړ شوى دى.

عام خلک او کروندګر د دغه لابراتوار جوړېدو ته خوښ دي.

 د کونړ دکرنې او مالدارۍ رییس انجنیر انعام الله ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل، ددغه  لابراتوار د فعالېدو چارې دکرنې وزارت له لوري د نږدې یوکال په موده کې بشپړې شوي چې په جوړېدو سره به یې د دغه ولایت د کروندګرو ستونزې هوارې شي.

نوموړی زیاتوي:((له دې مخکې که به موږ ته دهقانانو مراجعه کوله، چې زموږ په فصلونو او باغونو کې امراض دي، نو د هغو د تشخیص لپاره موږ یو منظم یونټ نه درلود. اول ځل دی، چې په کونړ کې د نباتاتو د امراضو تشخیص، د ادویه جاتو تشخیص او حتی کوم توکي، چې دلته راځي، دا به دلته قرنطین کېږي او بیا به دهقانانو ته په واک کې ورکول کېږي، چې دا خورا اهمیت لري.))

دکونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل چې له دې وړاندې د کونړ کرنې ریاست د نباتاتو د ناروغیو تشخیص برخه کې ستونزې لرلې،چې د دغه لابراتور په جوړېدو سره به د زراعت مامورین او کروندګرو له ستونزو خلاص شي.

میرزکوال د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو او کروندګروته ته ډاډ ورکړ چې د دغه لابراتوار د تخنیکي وسایلو او موادو په پوره کولو کې مرسته او همکاري وکړي.

والي،کروندګرو ته په خطاب وویل چې هڅه وکړي د خپلو فصلونو او ونوبوټو ته ښه پاملرنه وکړي.

 ده زياته کړه چې دغه لابراتوار ته لومړي مواد او وسایل لېږدېدلي او لنډ وخت کې به نور وسایل او تخنیکي مواد هم ورورسېږي.

دکونړ ولایت د مرکز اسعداباد یوتن کروندګرحفیظ الله پژواک ته وويل چې د دغه لابراتوار جوړېدو ته خوښ دي.

نوموړې زياته کړچې پخوا به یې فصلونو کې د مختلفو ناروغیو د تشخیص برخه کې ستونزې لرلې او ان ننګرهار ته به یې د بوټو نمونې لېږلې؛ خو د دغه  لابراتوار په جوړېدو سره  به یې یاده ستونزه هواره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.