ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوږياڼو هوايي بريد کې د يو قوماندان په ګډون اته وسله وال وژل شوي

د خوږياڼو هوايي بريد کې د يو قوماندان په ګډون اته وسله وال وژل شوي

author avatar
21 Apr 2019 - 15:20
د خوږياڼو هوايي بريد کې د يو قوماندان په ګډون اته وسله وال وژل شوي
author avatar
21 Apr 2019 - 15:20

جلال اباد (پژواک، ۱ غويی ۹۸): ځايي امنيتي چارواکي وايي، د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې د يو قوماندان په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي.

په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، بهرنيو ځواکونو د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د مرکيخېلو په سيمه کې د وسله والو پر يوه پټنځای هوايي بريد کړی دی.

دی وايي، د بې پيلوټه الوتکې په دغه بريد کې د دادا په نوم د يوه مشهور طالب قوماندان په ګډون اته وسله وال وژل شوي دي.

دی وايي، په بريد کې يو بل وسله وال ټپي شوی هم دی او دغه راز د هغوی يو شمېر وسلې او مهمات يې هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.