د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سږ کال په کندهار کې د تېر په پرتله لږ کوکنار کرل شوي

سږ کال په کندهار کې د تېر په پرتله لږ کوکنار کرل شوي

Apr 21, 2019 - 10:14

کندهار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): چارواکي وايي، که څه هم سږ کال تر دې مهاله د کوکنارو د کښت کچې معلومولو سروې نه ده شوې، خو د تېر په پرتله په دغه ولایت کې کوکنار لږ کرل شوي دي.

وچکالي او د اوبو کمښت په کندهار کې د کوکنارو د کښت د کموالي اصلي عوامل بلل کېږي.

په کندهار کې له نشه یي توکو سره د مبارزې رییس ګل محمد شکران پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو ضد ادارې/ UNODC د کوکنارو د کښت د کچې معلومولو سروې نه ده کړې خو هغه معلومات چې دوی یې له سیمې لري، ښيي چې سږ کال په دغه ولایت کې د کوکنارو د کښت کچه ټيټه ده.

هغه زیاته کړه، تېر کال په دغه ولایت کې پر ۳۸زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو سږ کال دغه کچه ټيټه ده.

دی وايي، د کوکنارو د کښت کمېدو اصلي عوامل وچکالي ده، دا چې د کوکنارو کښت ډېرې اوبه او زیاته خواري غواړي، ډېرو کروندګرو کم کوکنار کرلي دي.

ده زیاته کړه، د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د کوکنارو کښت صفر شوی، ځینې نورې بیا صفر ته نږدې شوې او په ځینو نورو لکه ژېړۍ، پنجوايي، میوند او شاولیکوټ کې لا هم کوکنار کرل کېږي.

د ده په خبره، په ټولیزه توګه کوکنار د دغه ولایت په هغو سیمو کې کرل کېږي چې پراخې ځمکې لري او د حکومت حاکمیت په کې ضعیف وي.

خو د شکران په وینا، تر هغه چې د کروندګرو په ژوند کې بدلون نه وي راغلی، د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د کښت مخنیوی ناممکن دی.

ده وویل، د کروندګرو عمده ستونزه د اوبو کمې سرچینې او د روا محصولاتو لپاره د مناسب بازار نشتوالی دی.

دى وايي، مافیايي کړۍ د کروندګرو له غربته نا سمه ګټه اخلي او هغوی اړ باسي چې کوکنار وکري، په داسې حال کې چې د کروندګرو پر ځای یې ډېره ګټه همدوی ترلاسه کوي.

د شکران په خبره، په ډېرو ساحو کې ان درې او څلور فصله کوکنار کرل کېږي.

نوموړي زياته کړه، په اوسنیو شرایطو کې د حکومت لپاره دا ګران کار دی چې د نشه يي توکو د کرکیلې د مخنیوي په موخه ټولو کروندګرو ته بدیل معیشت برابر کړي خو بیا هم په دې برخه کې ډېر څه شوي دي.

هغه د فوډ زون پروګرام له لارې په تېرو کلونو کې په ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې د اوبو لګولو سیستم د رغولو یادونه کوي چې خلک یې هڅولي څو روا کښتونه وکړي او له کوکنارو کرلو ډډه وکړي.

په تېرو کلونو کې دولت هر کال د کوکنارو د حاصلاتو ټولولو پر مهال د هغو د اړولو کمپاین کاوه، خو د سږ کال لپاره په دې اړه هېڅ پلان نشته.

شکران وايي، د ولسمشر د حکم له مخې له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت له کورنیو چارو وزارت سره مدغم شوى، خو دا چې تر اوسه دغه کار نه دی شوی، نه یوازې دوی بې برخلیک پاتې دي، بلکې د دوی پر کارونو او فعالیتونو یې هم ناسم اغېز کړی دی.

له نشه یي توکو سره د مبارزې رییس يادونه وکړه چې د کوکنارو د کرکیلې او نشه يي توکو ته د اسانه لاسرسي له امله پر نشه يي توکو د روږدو وګړو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

دی وايي، له همدې امله د دغه ولایت ۱۵۰زره کسان پر نشه يي توکو روږدي شوي چې د ټولنې لپاره یو ناورین دی.

د ده په خبره، دلته تر ټولو جدي ستونزه دا ده چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره د درملنې کافي مرکزونه نشته.

شکران غوښتنه کوي چې د نشه يي توکو د کر او قاچاق د مخنیوي تر څنګ دې په دغه ولایت کې د نشه یانو د درملنې په موخه معیاري مرکزونه جوړ شي.

په کندهار کې د کوکنارو د حاصلاتو ټولول پيل شوي چې د غوايي میاشتې تر ۲۰مې به دوام وکړي.

کروندګر وايي، د نشه يي توکو کښت ته یې له مجبورۍ مخه کړې؛ ځکه د نورو کښتونو لپاره کافي اوبه او محصولاتو ته یې بازار نه لري.

د میوند ولسوالۍ یوه کروندګر محب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، پخوا په دې ولسوالۍ کې ۳۶۰ کارېزونه وو، خو اوس ټول وچ شوي او کروندګر مجبور شوي چې ژورې څاه ګانې وکني او په ډېر لګښت اوبه را وباسي.

د ده په خبره، که نور کښتونه کري نو ان خپل لګښت هم نه شي جوړولای؛ ځکه خو مجبور دي کوکنار وکري.

نوموړي وویل، که حکومت د اوبو لګولو سیستم ورغوي او د خلکو د روا کښتونو محصولاتو ته ښه بازار پیدا کړي، هېڅوک هم د نشه يي توکو کرلو ته زړه نه ښه کوي.

 

د شاولیکوټ ولسوالۍ یو کروندګر نورمحمد هم ورته خبره کوي او وايي چې نور کښتونه ان د کروندګر د دسترخوان ډوډۍ هم نه شي پوره کولای.

دی وايي، کروندګر د کوکنارو د کرلو لپاره په اسانه له یو چا قرضه اخیستلای شي، دغه راز کروندګر اړ نه دی چې د کوکنارو د حاصلاتو پلورلو لپاره ځان سرګردانه کړي، بلکې خریدار یې د کور په مخ کې په ښو پیسو ترې اخلي.

د ده په خبره، د اوبو کمښت او د نورو کښتونو محصولاتو ته د ښه بازار نشتوالی د کوکنارو د کرکیلې لامل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، که حکومت په کندهار کې د اوبو تر ټولو مهمه سرچینه (دهلې بند) ورغوي او دغلته د اوبو د زېرمه کولو کچه ډېره کړي، د خلکو روا کښتونو ته بازار پیدا کړي، ځوانان پر کار کړي او پرمختیايي کارونه وکړي نو هېڅوک به هم کوکنار ونه کري.

د یادونې ده، څو اوونې مخکې د کندهار والي حیات الله حیات په یوې غونډه کې ویلي وو چې د نشه يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره دې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه ګډ موازي کار وشي.

د هغه په باور، په لومړي ګام کې نا امني سبب شوې ده چې خلک کوکنار وکري؛ ځکه ډېره برخه کوکنار په هغو سیمو کې کرل کېږي چې نا امنې دي او وسله والو مخالفین ورڅخه د خپلې عایداتي سرچینې په توګه کار اخلي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د خلکو اقتصادي ستونزې، د وسایلو او اوبو کمښت، د کوکنارو لپاره د قوي مارکېټ شتون، د مافیا له خوا د کوکنارو کرلو ته د کروندګرو هڅونه او نور د نشه يي توکو د کرلو عمده لاملونه دي.

دی وايي، د نشه يي توکو یوازې ۳ سلنه ګټه کروندګر ترلاسه کوي خو ۹۷ سلنه یې کورني، سیمه ییز او نړیوال قاچاق کوونکي ترلاسه کوي.

له ترهګرۍ سره د جګړې او اداري فساد تر څنګ د نشه يي توکو کښت، تولید او قاچاق هغه جدي ستونزه ده چې دولت او خلک دواړه ورسره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې/ UNODC وروستۍ سروې ښيي چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو او ۹۰۰ زره ټنه د اپینو حاصلات ورڅخه لاس ته راغلي وو.

دغه شمېرې ښيي چې د تېر په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۶۳ سلنه او په تولید کې یې ۸۷ سلنه ډېروالی راغلی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement