کابل(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): ولسمشر محمداشرف غني پر مخابراتو وزارت د پروني بريد له ځايه ليدنه وکړه او چارواکو ته يې دستور ورکړ چې د پرونۍ پېښې له قربانيو سره بېړنۍ مرسته وکړي او د سرتېرو اتلولي دې وستايل شي.
تېره ورځ شاوخو دوولس بجې پنځو بريدګرو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پر وزارت بريد وکړ چې له څه د پاسه پنځو ساعتونو جګړې وروسته د پنځو بريدګروپه ګډون ١٥ کسان وژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن غرمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د پرونۍ تروريستي پېښې ځاى څخه ليدنه وکړه.
د يادې ليدنې پر مهال، لومړی امنيتي چارواکو د ملکي تلفاتو د مخنيوي او د تروريستانو د ځپلو په موخه د امنيتي او دفاعي ځواکونو د پر وخت اقدام او عملياتو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.
ولسمشر غني د قربانيانو کورنيو، د مخابراتو او کورنيو چارو وزارتونو او د رجال برجسته د امنيت اوساتنې رياست مسوولينو او منسوبينوته يو ځل بيا د هغوى د کورنيو د غړو او همکارانو د وژل کېدو تسليت ووايه.
هغه د زياتو تلفاتو د مخنيوي، د ملکي مامورينو د ژغورنې او د تروريستانو د ځپلو په برخه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې وستايلې او اړوندو مسوولينو ته يې د وژل شويو کسانو له کورنيو او ټپيانو سره د بېړنيو مرستو لارښوونه وکړه.
غنی ،د پرونۍ تروريستي پېښې دمهارولو پرمهال د مخابراتو او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو د تخليې په برخه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو اقدام بېساري وباله او مسوولينو ته يې د هغو سرتېرو د تقديرولو دستور ورکړ، چې د دغې پېښې په مهارولو کې يې اتلولۍ او ښې وړتياوې ښودلي.
هغه د امنيتي او دفاعي ځواکونو همغږۍ او واحدې قوماندې ته په اشارې وويل:"پرون موږ او ټول ملت شاهدان وو چې زموږ سرتېرو په واحده قومانده، واضح پلان او مدبرانه ترتيباتو هېوادوالو او دولتي املاکو ته د زياتو تلفاتو د اوښتو او ودانۍ ته دهغوى د ننوتلومخه ونيوله او تروريستان يې د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسول."
هغه زياته کړه، ملت او دولت په مراتبو ويلي چې د جنګ د دوام لپاره هيڅ شرعي او واضح فکري دليل وجود نه لري، دا د افغانستان په خلکو تحميل شوى جنګ دى،مګر هغوى چې لا هم د سوله ييز حل پرځاى د جنګ پر دوام ټينګار کوي، ملامت دي.
ولسمشر غني پر ملکي وګړو او ادارو بريد د ذلت وروستۍ نښه وبلله او زياته يې کړه، تروريستان چې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ کېدو جرئت نه لري، نو پر ملکي وګړو او عامه تاسيساتو بريدونه کوي او ډېرې کورنۍ د دوى له لاسه د غم په ټغر ناستې دي.
ولسمشر غني وويل:" جنګ د چا په ګټه دى؟ دربدرۍ، کډوالۍ او بې نظامي مو وليدله، نور څه غواړئ؟ افغانان نظام غوښتونکي او د نظم ملاتړي دي او د سولې مشورتي لويه جرګه کې به د دوى رسا غږ واورئ."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن