کابل: (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): ولسمشر غني، د کابل سیند د حریم دتعیین، تثبیت او تصفیې ترڅنګ امر وکړ چې کابل سیند له پغمان څخه تر تنګي غارو پورې باید پاک او استنادي دېوالونه دې هم جوړ شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ د کابل سیند د مدیریت او په کابل ښار کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو د ارزونې په اړه نن مازیګر په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
سرچینه زیاتوي، په دغه غونډه کې کابل ښاروال او ټولو مسوولینو د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو د کچې او بېلابېلو ادارو له لوري د ترسره شویو عاجلو اقداماتو راپور غونډې ته وړاندې کړ.
ولسمشر غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د اړوندو ادارو ترسره شویو اقداماتو څخه په مننې لارښوونه وکړه، چې د سېلاب ځپلو د لېږد او هغوی چې کورونه یې په بشپړ ډول له لاسه ورکړي دي، بېړنۍ مرستې وشي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د کابل سیند د حریم د تعیین، تثبیت او تصفیې او د یادې ساحې پر ډیزاین ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې اړوند وزارتونه دې د همکارۍ خپلمنځي تفاهمنامه لاسلیک کړي چې د وظایفو وېش مشخص او لګښت یې معلوم شي.
ولسمشر غني وویل، کابل سیند له پغمان څخه تر تنګي غارو پورې باید پاک او استنادي دېوالونه دې هم جوړ شي.
سرچینه زیاتوي چې ولسمشر غني د فواید عامې وزارت او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه،په کابل ښار کې دې د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو پلونو جوړولو او بیارغونې په اړه بېړنى اقدام وکړي او د کمپنۍ پول دې هم په عاجله توګه د خلکو د تګ راتګ لپاره چمتو شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن