د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لاريون کوونکو د خالد او الفتح په نومونو د عملياتو بندېدو غوښتنه وکړه

لاريون کوونکو د خالد او الفتح په نومونو د عملياتو بندېدو غوښتنه وکړه

Apr 21, 2019 - 17:37

لښکرګاه ( پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٨): د هلمند اوسېدونکي او د سولې کاروان غړي وايي چې حکومت او طالبان دې د خالد او الفتح په نومونو عمليات بند او د سولې هلې ځلې دې ګړندۍ کړي.

څه موده وړاندې حکومت د روان کال لپاره د خالد او طالبانو د الفتح په نوم د عملياتو د پيل اعلان وکړ.

د هلمند اوسېدونکي او د سولې حرکت غړو نن په مرکز لښکرګاه کې د خالد او الفتح عملياتو د درېدو په موخه لاريون وکړ.

يو تن لاريون کوونکي او د سولې کاروان غړي قيس هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خالد او الفتح عمليات يواځې د عامو خلکو د وژلو په موخه ترسره کيږي.

هغه وايي: ((په تېرو څو اوونيو کې د همدې عملياتو په ترڅ کې ډېر عام خلک وژل شوي چې موږ يې شاهدان يو.))

ده ټينګار وکړ چې حکومت او طالبان دې نور د جګړو پرځاى د سولې لار غوره کړي، ځکه د ټولو خلکو غوښتنه سوله ده.

دغه راز يو بل لاريون کوونکي مولاداد پژواک ته وويل چې په هېواد کې پرله پسې جګړو خلک له سختو ناخوالو سره مخ کړي دي.

هغه زياته کړه: ((جګړې زموږ هرڅه بدرنګه کړي، خالد او الفتح عمليات نه منو دواړه لوري دې اوربند وکړي.))

همدارنګه د لاريون يوې ګډونوالې بي بي ګل پژواک ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د جګړو له امله يې د کورنۍ ډېر غړي وژل شوي دي.

هغې وويل:((زه نور جنګ نه غواړم، زه سوله غواړم، اوربند بايد وشي او سوله بايد وشي.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو څخه يې د سولې خبرو اترو د پيلولو غوښتنه وکړه.

د يادونې ده چې په تېرو څو ورځو کې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ورته لاريونونه ترسره شوي او د جګړې له دواړو لوريو د دغو عملياتو د درېدو غوښتنې يې کړې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement