ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوماندان: ارګ تر ولسمشرۍ ټاکنو د حکومت د دوام د حکم ترلاسه کولو هڅه کوي

نوماندان: ارګ تر ولسمشرۍ ټاکنو د حکومت د دوام د حکم ترلاسه کولو هڅه کوي

author avatar
21 Apr 2019 - 15:18
نوماندان: ارګ تر ولسمشرۍ ټاکنو د حکومت د دوام د حکم ترلاسه کولو هڅه کوي
author avatar
21 Apr 2019 - 15:18

 کابل(پژواک،د غوي لومړۍ نېټه ٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو یوولس نوماندان د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ملي يووالي حکومت دوام ناقانونه ګڼي او وايي، ارګ هڅه کوي چې پر ستره محکمه د فشار راوړلو له لارې تر راتلونکو ټاکنو د ولسمشر د کار د دوام حکم ترلاسه کړي.

 دغه مطلب د احمد ولي مسعود، ابراهیم الکوزي، عبدالحکیم تورسن، رحمت الله نبیل، انجنير محمد شهاب حکیمي، نورالحق علومي، عنایت الله حفیظ، غلام فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، محمد حنیف اتمر او نورالرحمن لېوال له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه راغلی دی.

راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۸ کسان نوماندان دي او ټاکل شوې چې یادې ټاکنې په داسې حال کې د روان کال په شپږمه ترسره شي چې د قانون له مخې د محمد اشرف غني د واک پنځه کلنه دوره د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

خو د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو د ګډوډېدو له امله د دغه کال د تلې په اوومه محمد اشرف غني د ولسمشرۍ لوړه وکړه او د ملي يووالي حکومت یې جوړ کړ.

د ولسمشرۍ ټاکنو یوولسو نوماندانو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: ((د ترلاسه شوو اسنادو او معلوماتو له مخې، ارګ هڅه کوي چې پر ستره محکمه د فشار راوړلو له لارې تر راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د ولسمشر د کار د دوام حکم تر لاسه کړي چې دغه کار د هېواد د خپلواک قضايي بنسټ عزت رسونې او خپلواکۍ ته زیان رسول ګڼل کېږي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، پر ستره محکمه د حکم صادرولو لپاره د فشار راوړل د قانون او هېواد د مصلحتونو خلاف ګڼل کېږي او د سترې محکمې خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

سرچینې د ولسمشرۍ ریاست له خوا د اساسي قانون پر تطبیق ټینګار کړی او لیکلي یې دي، د ملي یووالي حکومت کاري موده د غبرګولي په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او له یادې نېټې وروسته د دغه حکومت د کار دوام ناقانونه او نامشروع دی.

د سرچینې په حواله، حکومتي مشران مکلف دي چې د قانون له مخې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته حکومت تحویل کړي.

خو په خبرپاڼه کې په دې اړه چې حکومت دې چاته تحویل ګړي څه نه دي راغلي.

یادو نوماندانو له سترې محکمې غوښتي چې په هر ډول شرایطو کې خپله خپلواکي وساتي څو هېواد له بحران سره مخ نه شي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې حکومت د خپلې پنځه کالنې دورې د بشپړېدو لپاره شپږ میاشتې نور وخت هم لري.

 هغه زیاته کړې: ((د هېواد د اساسي قانون د تفسیر سرچینه روښانه ده، موږ په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې هم د ورته پېښو شاهدان و او د وخت حکومتونو هم ورته ستونزه درلوده، خو له هغو تفسیرونو څخه په استفاده چې د اساسي قانون له مخې ترسره شوي دغه موضوع حل شوه، په ورته وخت کې موږ شپږ میاشتې وخت لرو چې د پنځه کلن حکومت دوره مو بشپړه کړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.