کابل (پژواک،۲ غویی ۹۸): د یو شمېر سیاسي حرکتونو استازو په کابل کې د جوړې شوې ناستې پر مهال ومنله چې د سولې ترلاسه شوی فرصت باید ضایع نه شي او د سولې بهیر باید د حکومتي او غیر حکومتي کړیو په اسارت کې نه کوي.
دغه ناسته نن د افغانستان ژغورنې لار شورا لخوا په کابل کې جوړه شوې وه.
د افغانستان ژغورنې لار شورا د سولې مشورتي لویه جرګه د سولې بهیر ګډوډول وبلل او په قطر کې د بین الافغاني ناستې پر جوړېدو د ټينګار تر څنګ یې له ولسمشر څخه وغوښتل چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره قرباني ورکړئ.
د افغانستان ژغورنې لار شورا مشر سیداکبر اغا نن په کابل کې یوې ناستې ته چې د یادې شورا لسګونه غړو په کې ګډون درلود د سولې مشورتي لویې جرګې ته په اشارې چې ټاکل شوې د غويي په نهمه په کابل کې جوړه شي وویل: ((دغه جرګه د سولې بهیر د سبوتاژ کولو لپاره رابلل شوې، داسې راپورونه شته چې ولسمشر د خپلې کاري مودې د غځېدو په لټه کې دی.))
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سترې محکمې تېره ورځ اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډېدو او د پخواني ولسمشر په کار کې دغه ډول ځنډ ته په کتو محمد اشرف غني کولای شي چې د نوي ولسمشر تر ټاکلو پورې خپلې دندې ته دوام ورکړي.))
ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال تلې په شپږمه ترسره شي.
په ورته وخت کې سید اکبر اغا وویل، د ټاکنو ترسره کېدل د سولې له راتلو سره مرسته نه شي کولای، خو د سولې ټينګښت کولای شي د ټاکنو له ترسره کېدو سره مرسته وکړي او دغه بهیر ته مشروعیت ورکړي.
نوموړي زیاته کړه: ((کله چې خلک هره ورځ د سولې لپاره قرباني ورکوي نو ولسمشر هم باید قرباني ورکړي او د خپل کار په دوام چې څو ورځې یې پاتې دي ټينګار ونکړي.))
هغه د قطر د بین الافغاني ناستې په اړه هم خبرې وکړې.
ټاکل شوې وه چې دغه ناسته د افغان سیاسیونو او طالبانو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۲۰ او ۲۱ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
خو د حکومت لخوا په دې ناسته کې د ۲۵۰ ګډونوالو پر نوملړ ځینو نیوکه وکړه او په پایله کې افغان حکومت اعلان وکړ چې د قطر هېواد بل نوملړ را استولی خو حکومت ته د منلو وړ نه دی.
افغان حکومت ویلي چې د قطر هېواد، وروسته له هغې یاده ناسته لغوه اعلان کړه چې ددغه نوملړ په تړاو یې د افغان حکومت غوښتنه ونه شوای منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن