ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“امنيتي ځواکونو غزني کې د طالبانو له زندانه لس کسان ازاد کړي”

“امنيتي ځواکونو غزني کې د طالبانو له زندانه لس کسان ازاد کړي”

author avatar
22 Apr 2019 - 11:03
“امنيتي ځواکونو غزني کې د طالبانو له زندانه لس کسان ازاد کړي”
author avatar
22 Apr 2019 - 11:03

غزني ښار (پژواک، ٢ غويى ٩٨):  د غزني چارواکي وايي چې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او د طالبانو له يوه زندان څخه لس تنه نور ازاد کړاى شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د قره باغ ولسوالۍ په لليزي، فتح الله او والي کلا سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور يې ژوندي نيول شوي دي.

د نوري په وينا، د همدې عملياتو په ترڅ کې د طالبانو يو زندان مات شوى چې لس زندانيان ترې په تېښته بريالي شوي دي.

د والي وياند زياتوي چې په دغو عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د لليزو په سيمه کې عمليات شوي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې يو تن وژل شوى او يو بل کس امنيتي ځواکونو له ځانه سره بيولى دى.

د نعمت الله په وينا، امنيتي ځواکونو د طالبانو يو زندان هم مات کړى، خو معلومه نه ده چې څومره کسان ترې خوشې شوي دي.

بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د قره باغ د تېرې شپې په عملياتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو زياتوي چې په دغو عملياتو کې حکومتي ځواکونو يو ملا امام او دوه ملکي وګړي وژلي او دوه ملا امامان او دوه نور کسان چې طالبانو د جنايي جرمونو په تور نيولي وو له ځانه سره بيولي دي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم امنيتي ځواکونو په غزني، هلمند او ځينو نورو ولايتونو کې د طالبانو زندانونه مات کړي او يو شمېر کسان يې ترې را خوشې کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.