کابل (پژواک، ۲ غويی ۹۸): افغانستان غواړي د اوبو په برخه کې هم له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري او اوبه د افغانستان او ګاونډيانو تر منځ د همکارۍ وسيله وي نه د تقابل.
دغه څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان نن په کابل کې "د فرامرزي اوبو او د اوبو د حقونو" په دويم روزنيز سيمينار کې وکړې.
ورته لومړى سيمينار د ۲۰۱۸ زېږديز کال په لومړيو کې جوړ شوی و.
ادريس زمان وايي، ياد سيمينارونه ددغه وزارت او نورو اړوندو ادارو دکارکوونکو د تخصصي وړتياوو لوړلو په موخه جوړېږي، تر څو د اوبو د دپلوماسۍ او حقونو اړوند چارې سمې پر مخ بوځي.
زمان زياتوي:"موږ د هېواد ملي ګټو او پايدار اقتصاد ته په پام غواړو له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو، په ځانګړي ډول د اوبو په برخه کې؛ موږ غواړو اوبه زموږ د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د همکارۍ وسيله وي نه د تقابل وسيله."
د ده په وينا، ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو ښه کول او د همکارۍ روحيې پياوړي کول د افغانستان د حکومت د بهرني سياست له لومړيتوبونو څخه دي.
د هغه په خبره، د هېواد جغرافيايي جوړښت ته په پام په سرحدي سيمو کې شته اوبه د دې لامل شوي چې افغانستان له ګاونډيو سره يو ډول تعامل ولري.
هغه وايي، دا مهال افغانستان د هلمند سيند د اوبو په اړه له ايران سره لاسليک شوى تړون لري چې تر دې دمه نافذ دی.
دى زياتوي چې افغانستان له ازبکستان سره د اوبو په تړاو د همغږۍ کمېټه لري او هڅې روانې دي چې له ترکمنستان او تاجکستان سره هم ورته کمېټې جوړې شي.
خو هغه ونه ويل چې افغانستان له پاکستان سره د اوبو په تړاو څه ډول تعامل لري.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي پيري ماياودون په نننۍ ناسته کې وويل چې د نړۍ د اقليمي وضعيت بدلون ته پام اوبه په نړۍ کې له ستراتېژيک اهميت نه برخمنې دي؛ نو ځکه اړينه ده چې د اوبو د دپيلوماسۍ او حقونو په تړاو اړينې وړتياوې لوړې شي.
هغه وويل:"اوبه حياتي اهميت لري، همداراز د هېوادونو سوله او امنيت هم د نورو فکتورونو تر څنګ يو فکتوري مرزي اوبه دي؛ نو که موږ غواړو د ملي او نړيوالو قوانينو په رڼا کې له اوبو ښه ګټه پورته کړو، اړينه ده چې مسلکي روزنه ولرو."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن