ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بې غورۍ او فساد له امله دکابل – جلال اباد دويم سړک کار له ځنډ سره مخ شوی”

“د بې غورۍ او فساد له امله دکابل – جلال اباد دويم سړک کار له ځنډ سره مخ شوی”

author avatar
22 Apr 2019 - 11:27
“د بې غورۍ او فساد له امله دکابل – جلال اباد دويم سړک کار له ځنډ سره مخ شوی”
author avatar
22 Apr 2019 - 11:27

جلال اباد (پژواک، ۲ غويی ۹۸): د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، فساد او بې غوري د دې لامل شوي چې له کلونو راهيسې د کابل - جلال اباد د دويم لين سړک چارې له  ځنډ سره مخ شي.

په يو تازه اقدام کې د دغه ولايت چارواکو پرېکړه کړې چې د شرکت لوی او واړه قرارداديان به خپلو منځو کې پاتې حسابونه خلاصوي او د سړک د پاتې چارو لپاره به هڅې ګړندۍ کوي.

د معلوماتو له مخې، د فوايدې عامې وزارت يوه چينايي شرکت ته د جلال اباد – کابل دويم لين ۱۰۵ کيلومتره سړک د جوړېدو په موخه سل ميليونه ډالره په قرارداد ورکړی و، چې بيا دغه شرکت يو شمېر نورو شرکتونو ته ځينې برخې په قرارداد ورکړې وې.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د والي په مشرۍ په دې اړه ځانګړې غونډه کې د ياد سړک په اړه هر اړخيزه بحث وشو.

نوموړی وايي، والي شاه محمود مياخېل د جلال اباد – کابل دويم لين سړک قراردادي شرکت مسوولينو او فرعي قرارداديانو ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې د هواري او د سړک د پاتې چارو تر سره کېدو په موخه مسوولينو ته د جدي اقداماتو او اجرااتو سپارښتنه وکړه.

د خوږياڼي په وينا، د ننګرهار د والي او د ولايت مرستيال د څېړنو او پوښتنو په ترڅ کې څرګنده شوه، چې د فو ايد عامې  وزارت چينايي شرکت BXRB ته د جلال اباد – کابل دويم لين ۱۰۵ کيلومتره سړک جوړېدو په موخه سل ميليونه ډالره ورکړي؛ خو په چارو کې د ځنډ او خنډ له امله وروسته يواځې د ۳۳ کيلومتره سړک د جوړېدو او بيا د دېرش کيلومتره سړک پر جوړېدو هوکړه شوې ده.

دی زياتوي، چينايي شرکت همدا راز د ياد سړک جوړېدل SEAR او SAI شرکتونو او دوی نورو فرعي وړو قرارداديانو ته د جوړونې چارې سپارلې، چې پرمهال يې د فساد او بې غورۍ له امله د سړک چارې په ټپه درېدلي او وړو قرارداديانو ته يې حقوق نه دي ورکړل شوي.

د والي وياند وويل، والي له وړو قرارداديانو څخه عرايض ترلاسه کړل، ترڅو د چينايي او فرعي شرکتونو او وړو قرارداديانو ترمنځ مالي حسابونه او قرضداري معلومه او تر ضمانت اخيستو وروسته د قانون له مخې اجراات وکړي.

عطاء الله خوږياڼى زياتوي، د ولايتي ادارې له لوري پرېکړه وشوه ترڅو د يادو شرکتونو او وړو قرارداديانو ترمنځ د يوې ګډې نظارتي کمېټې، چې په کې د ولايت مقام استازی، څارنوالۍ، فوايد عامې او قوماندانۍ استازي شتون لري، له لوري او د دوی په حضور کې به خپل حسابونه تصفيه کوي او د سړک پاتې چارې به پيلوي.

د يادونې ده، چې د کابل – جلال اباد دويم لين سړک د جوړونې چارې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې پيل شوي، چې اوس يې يواځې لس سلنه چارې پاتې دي چې ډېر ژر به يې پاتې چارې هم بشپړې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.