ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تدارکاتو کمېسیون ۱۳ نوې پروژې منظور کړې

د تدارکاتو کمېسیون ۱۳ نوې پروژې منظور کړې

author avatar
22 Apr 2019 - 17:09
د تدارکاتو کمېسیون ۱۳ نوې پروژې منظور کړې
author avatar
22 Apr 2019 - 17:09

کابل(پژواک، ٢غويى۹۸ ):  د ملي تدارکاتو کمېسیون پر ۱۹ تدارکاتي موضوعاتو تر بحث وروسته  د یو نیم میلیارد افغانیو په ارزښت۱۳ نوې پروژې منظور کړې.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې، راغلي چې ياد کمېسيون دولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ کې  ناسته وکړه.

 د سرچینې په وینا، ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي دفاع وزارت اړوند د یو قلم وطني کیفیت لرونکو غوړیو پر پروژې د بحث پرمهال د سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو ته دنده وسپارله چې په ګډه دې د یادې پروژې د پاتې برخو په تړاو هر اړخیزه طرحه ترتیب او د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دې تر څنګ د کورنیو چارو وزارت اړوند د اوبو رسولو او کانالېزاسیون سیستم د ساتنې او بیارغاونې پروژو په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون پر پخوانۍ پرېکړو د بحث پر مهال جمهور رئیس غني کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه چې دیادو پروژو څرګند مهالوېش او درې اړخیزه هوکړه لیک ترتیب او ملي تدارکاتو کمېسیون سره شریک کړي.

 همدارنګه د ملي تدارکاتو کمېسیون په تدارکاتي چاروکې د نرخ اخيستلو د درخواست د روش په اړه د کورنیو چارو وزارت د اعطاء آمر د پیسو د واک د زیاتولو په اړه، د کورنیو چارو وزارت وړاندیز هم تر بحث وروسته منظور کړ.

 د یاولو وړ ده چې په دغه  ناسته کې په امنیتي او ترهګریزو پېښو کې د وژل شويو کسانو د کورنیو لپاره د مرستې د کوپونونو د پروژې په اړه د ملي تدارکاتو ادارې یاداشت هم له ګډون والو سره تر شریکولو وروسته منظور شو.

 ولسمشر د نوموړي یاداشت په اړه لارښوونه وکړه چې د اوس لپاره دې د پنځومرکزي ولایتونو ټولې ولسوالۍ په یاده پروسه کې شاملې شي.

دکمېسیون په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې اړوند افغانستان کې د تصدیق او ارزونې د مهارتونو د مشورتي خدمتونو پروژه او د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د هرات ولایت د مرمر ډبرو له کان څخه د ګټې اخیستنې د نهو تړونونو د وضعیت په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور تر اورېدو وروسته بېرته ولېږدول شو.

غونډې د مرمر ډبرو له کان څخه د ګټې اخیستنې د نهو تړونونو پر وضعیت د بحث پر مهال داقتصاد او سوداګرۍ وزارتونو ته دنده وسپارله چې د یادو پروژو په اړه هر اړخیزه ارزونه ترسره او راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.

ولسمشر د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې اړوند افغانستان کې د تصدیق او ارزونې د مهارتونو د مشورتي خدمتونو پر پروژې د بحث پر مهال مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله، د یادې پروژې د کارونو په اړه دې د کار نړیوال سازمان چارواکو سره ناسته وکړي او راپور دې ملي تدارکاتو کمېسیون سره شریک کړي.

سربېره پر دې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د تخار ولایت د نورابې او سمتي سرو زرو کانونو په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون سره شریک کړ چې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د یادو کانونو تړونونه فسخه شول.

د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې د کلیوپراختیا وزارت اړوند د بلخ ولایت د کلدارې ولسوالۍ د حیرتان ښار د ۲۲،۲۴ کیلو متر اوږد سړک د جوړولو پروژې د تړون مودې د تصحیح د منظورۍ وړاندیز هم تائید شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.