ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو ملکي استازي د هلمند له والي سره دامنيت او سولې په اړه خبرې وکړې

د ناټو ملکي استازي د هلمند له والي سره دامنيت او سولې په اړه خبرې وکړې

author avatar
22 Apr 2019 - 17:00
د ناټو ملکي استازي د هلمند له والي سره دامنيت او سولې په اړه خبرې وکړې
author avatar
22 Apr 2019 - 17:00

لښکرګاه (پژواک، ٢ غويى ٩٨) :  په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي هلمند ته د سفر پر مهال له والي سره ددغه ولايت د امنيت ، سولې او بيارغونې په اړه خبرې وکړې.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غويي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي سفير نيکولاس کی نن لښکرګاه ته د سفر پر مهال د هلمند له والي تورنجنرال محمد ياسين خان سره ددغه ولايت د عمومي وضعيت په اړه تفصيلي خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، په دغه ناسته کې د هلمند والي ددغه ولايت پر اوسني عمومي وضعيت، امنيتي پرمختګونو، حکومتوالۍ، پرمختيايي چارو او نورو برخوکې لاسته راوړنې او ستونزې شريکې کړې.

د ناټو ملکي سفير نېکولاس کى، په هلمند ولايت کې وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې وستايلې او له افغانستان سره يې د ناټو ماموريت پر دوامداره ملاتړ ټينګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د سولې او پخلاينې پر روانو خبرو او پروسې هم مفصلې خبرې وشوې، د هلمند والي څرګنده کړه چې حکومت د افغانانو په مالکيت پايداره سولې ته په بشپړه توګه ژمن دی او په دې برخه کې ولسمشر محمد اشرف غني روښانه دريځ څرګند کړی دی.

ياسين په سيمه ييزه کچه هم د سولې پر هلو ځلو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د ولسمشر د هدايت مطابق په سيمه ييزه کچه هم هڅې روانې دي، چې د وسله والو مخالفينو په ليکو کې ګڼ شمېر کسان خبرو اترو ته حاضر او له جګړې لاس په سر کړي.

هغه څرګنده کړه، چې په تېرو څو مياشتو کې په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري، يو شمېر وسله وال طالبان او مشران يې له تاوتريخوالي پرته حاضر شوي، چې جګړه پرېږدي او په عادي توګه ژوند وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.