ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راتلوونکى کال به د افغان-ترک ښوونځيو شمېره ٢٨ ته لوړه شي

راتلوونکى کال به د افغان-ترک ښوونځيو شمېره ٢٨ ته لوړه شي

author avatar
22 Apr 2019 - 19:07
راتلوونکى کال به د افغان-ترک ښوونځيو شمېره ٢٨ ته لوړه شي
author avatar
22 Apr 2019 - 19:07

مزارشريف ( پژواک، ۲غويى  ۹۸): د ترکيې هيواد د معارف بنسټ وايي، چې راتلونکی کال به په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو شمېر دوه برابره زيات کړي.

له دې سره د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د ترکيې دولت ته د افغان – ترک ښوونځيو سپارلو سره به د دغو ښوونځيو په کميت او کيفيت کې هم مثبت بدلونونه راشي.

د ترکيې د معارف  بنسټ عمومي مشر پروفيسور بېرول آقدون د ثور په ۲مه، مزار شريف کې په رسمي ډول ترکيې هيواد ته د افغان – ترک ښوونځي د سپارلو په پروګرام کې وويل، چې دغه هيواد به له افغانستان سره د پوهنې د ودې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې ترکيه په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو د مسووليت اخيستو په برخه کې هېڅ ډول مخفي پلان نلري، بلکې دغه هيواد کې د افغان معارف وزارت تر بشپړ څار لاندې خپلو تعليمي خدماتو ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړه چې هڅه کوي سږ کال په ټول افغانستان کې د ترکيې معارف بنسټ ته د افغان – ترک ښوونځيو د لېږد رسمي پروسه بشپړه شي.

نوموړي وويل چې د راتلونکي کال پلان يې دا دی؛ څو په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو شمېر له ۱۲ څخه ۲۸ بابه ښوونځيو ته ورسوي.

د ترکيې د معارف بنسټ عمومي مشر وويل چې افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو د شمېر په زياتېدو سره به دغه ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر هم له پنځه زرو څخه اتلس زرو تنو ته ورسېږي.

د هغه په خبره که څه هم افغانستان او ترکيه شريک سرحد نلري؛ خو په وينا يې چې دغه دواړه هيوادونه ښې اړيکې، ګډ فرهنګي او تاريخي مشترکات لري.

نوموړي له افغان حکومت او پوهنې وزارت څخه هم مننه وکړه، چې د ترکيې هيواد معارف بنسټ ته د افغان – ترک ښوونځيو په سپارلو کې يې بشپړه همکاري وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.