ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعد: ملګري ملتونه دې د اروزګان سره بشري مرستي زیاتي کړي.

سعد: ملګري ملتونه دې د اروزګان سره بشري مرستي زیاتي کړي.

author avatar
22 Apr 2019 - 16:53
سعد: ملګري ملتونه دې د اروزګان سره بشري مرستي زیاتي کړي.
author avatar
22 Apr 2019 - 16:53

ترينکوټ ( پژواک، ۲ غویی ۹۸): د اروزګان والي د ملګرو ملتونو له مسوولينو وغوښتل چې له  دغه ولايت سره خپلې بشري مرستې زياتې کړي.

په سوېل کې د ملګرو ملتونو د حوزوي دفتر مسوول روبین کالفین په ګډون د UNDP,UNICIF ,UNHCR او OCHA ساحوي مسوولین  د غويي په ٢مه، تر اوږده ځنډ وروسته داروزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته سفر وکړ.

د ولايت مقام وايي چې د بشري مرستندویه ادارو راغلو مسوولینو د اروزګان د والي اسدالله سعيد سره په لیدنه کې هغه ته ډاډ ورکړ،چې د تل په څېر د اروزګان اوسېدونکي او په ځانګړې توګه د وروستیو بې ځایه شوو کورنیو سره خپلې مرستې جاري او زياتې کړي.

د ملګرو ملتونو د ساحوي دفتر مشر روبین کالفین وویل، د مرستندویه ادارو مسوولین اروزګان ته په دې موخه راغلي، ترڅو ټولې چارې و ارزوي او وروسته عملي اقدامات وکړي.

هغه زياته کړه، اروزګان د هېواد د ډېرو نورو ولایتونو په څېر جګړه ځپلی او خلک یې بېلابېلو مرستو ته اړتیا لرې، نو اړینه ده چې هغوی ور ودانګي.

د نوموړي په وينا، له  تېرو څو کلونو راهیسې اړونده ادارو له اروزګان سره په بېلابېلو برخو، لکه خوراکي او غیري خوراکي توکو د روغتیا، ښوونې او روزنې، د پاکو اوبو رسولو، له بې ځایه شوو کسانو سره د سرپناه پیدا کولو او دې ته ورته په یوشمېر نورو برخو کې مرستې کړې دي.

راغلي پلاوي ډاډ ورکړ چې په نږدې ورځو کې به یوشمېر پروژې هم په ترینکوټ کې پلې کړي.

د اروزګان والي له راغلي پلاوي څخه وغوښتل چې اروزګان ته خپلې بشري مرستې زیاتې او د خلکو لاس نیوی وکړي.

اسدالله سعید وایي، دغه ولایت جګړې ځپلى او تر ۱۳ زره زیاتې کورنۍ له خپلو سیمو څخه راکډه شوې او مرستو ته اړتیا لري.

هغه زياته کړه، دلته د هر ډول بشري مرستو ترسره کولو لپاره زمینه مساعده شوې او مخکني خنډونه چې هغه ځایي زورواکي او کلیوالي ملکان وو، له منځه تللي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.