ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ملي امنيت لس وسله وال مخالفين او غله نيولي

ننګرهار کې ملي امنيت لس وسله وال مخالفين او غله نيولي

author avatar
22 Apr 2019 - 18:38
ننګرهار کې ملي امنيت لس وسله وال مخالفين او غله نيولي
author avatar
22 Apr 2019 - 18:38

جلال اباد (پژواک، ۲ غویی ۹۸): د ننګرهار د ملي امنيت ادارې موظفينو د يوه طالب قوماندان په ګډون لس وسله وال مخالفين او غله نيولي دي.

چارواکي وايي، نيول شويو کسانو کې دوه تنه هغه وسله وال غله دي چې ‌‌‌‌‌‌ډاکټران يې ګواښل او له هغوی يې پيسې اخيستې.

نيول شوي کسان او ورسره د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې وسلې د غويي په دويمه د دغه ولايت د ملي امنيت رياست کې رسنيو ته وښودل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د دغه کنفرانس پر مهال وویل،د ملي امنیت منسوبینو د زړور، نورالله او نقیب الله په نومونو درې تنه هغه کسان نیولي،چې د داعش له ادرسه یې روغتیا پالو او نورو ته د پیسو تر لاسه کولو په موخه د مرګ او نور ګواښونه کول .

نوموړي زیاته کړه، زړور چې د داعشیانو له ادرسه یې یوه روغتیا پال ته د ټيلېفون له لارې ګواښونه کول او اته سوه زره پاکستانۍ کلدارې یې ترې تر لاسه کولې چې د ملي امنیت منسوبینو له لوري  د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه کې له پيسو سره یو ځای نيول شوى دى.

هغه وایي، نقیب الله چې ځان وسله والو طالبانو ته منسوبوي،له یوه روغتیا پال څخه د ټيلېفون له لارې د یو میلیون پاکستانۍ کلدارو د  اخیستو ګواښونه کول، چې د بهسودو په مربوطاتو کې د ملي امنیت منسوبینو له لوري لاس په لاس له پيسو سره یو ځای نيول شوى دى.

 میاخېل زیاته کړه، د نورالله په نوم چې ځان داعش ته منسوبوي خلکو ته يې د  پيسو ترلاسه کولو په موخه ګواښونه کول چې ملي امنیت د کامې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولی دی .

ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د ملي امنیت منسوبینو په یاده موده کې دوه تنه د داعش غړي په مومندرې او د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې سیمه کې او د یو قوماندان په ګډون ۵ وسله وال طالبان د یو میل هاوان او  څلور مرمیو سره د غني خېلو او سره رود ولسوالیو او جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نیولي دي.

بلخوا د ننګرهار ولايت د ملي امنيت رياست له لوري خبريالانو ته ويډيو هم ورکړل شوه، چې نيول شويو وسله والو په کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.