ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وفايي زاده: افغان هوايي شرکتونه دې د اروپا له تور لېسته وايستل شي

وفايي زاده: افغان هوايي شرکتونه دې د اروپا له تور لېسته وايستل شي

author avatar
22 Apr 2019 - 12:10
وفايي زاده: افغان هوايي شرکتونه دې د اروپا له تور لېسته وايستل شي
author avatar
22 Apr 2019 - 12:10

کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٨) : د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي چې پراخه اصلاحات يې راوستي او اوس افغان هوايي شرکتونه کولی شي په معياري ډول اروپايي هېوادونو ته الوتنې پيل کړي.

د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا د غويي په ٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغې ادارې عمومي رييس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفير پيري مايودان سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د افغان هوايي شرکتونو د اروپايي هېوادونو له تور لېست څخه د ايستلو او اروپا ته د افغان هوايي شرکتونو د بيا ځلې الوتنو په اړه خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، وفايي زاده د اروپايي ټولنې له سفير سره د هوانوردۍ د نړيوال سازمان (ICAO)  د ارزيابۍ جزييات چې د ٢٠١٨ زېږديز کال د نومبر په مياشت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې له خوا ترسره شوې وه،  شريک کړل .

نوموړي ډاډ ورکړ چې ياده اداره کې ستر اصلاحات راغلي او ورسره افغان هوايي شرکتونه اوس کولی شي په معياري ډول اروپايي هېوادونو ته الوتنې پيل کړي.

همدا راز د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رييس د اروپايي ټولنې له سفير څخه غوښتنه وکړه چې اروپايي ټولنه هم يو مشترک پلاوى د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې د ارزيابۍ په پار افغانستان ته راوليږی تر څو د دغې ادارې او هوايي شرکتونو د اوسني وضعيت او پلان شويو اصلاحاتو څخه له نږدې ليدنه او ډاډ حاصل کړي.

وفايي زاده په ټينګار سره يادونه کړې چې د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره د نړيوالې هوايي چلند ادارې د نړيوالو معيارونو په پلي کولو کې ژمنه ده او په دې اړه يې کوټلي عملي ګامونه اخيستي او لا هم نور رغنده اصلاحات تر کار لاندې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اروپايي ټولنې سفير د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې هڅې وستايلې او زياته يې کړه چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.

نوموړي زياته کړه، راتلونکې مياشت  په کابل کې د اروپايي هېوادونو او افغانستان د همکارۍ ګډ کنفرانس جوړېږي چې له تور لېست څخه به د افغان هوايي شرکتونو وتل د اجنډا په سر کې ځاى ولري تر څو موضوع په جدي توګه تعقيب او وڅېړل شي.

د افغانستان ملي هوايي شرکت اريانا چې ٦٦ کاله مخکې تاسيس شوى، د طالبانو د واکمنۍ دمخه يې د لندن او پاريس په ګډون  ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو ته الوتنې درلودې، خو په دې وروستيو کې يې د معيارونو د ټيټوالي له امله اريانا او نور خصوصي شرکتونه داروپايي هېوادونو په تور لېست کې شامل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.