ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د یوه کان اووه کارګر مړه شوي

په سمنګان کې د یوه کان اووه کارګر مړه شوي

author avatar
22 Apr 2019 - 15:52
په سمنګان کې د یوه کان اووه کارګر مړه شوي
author avatar
22 Apr 2019 - 15:52

 ايبک (پژواک، ٢ غویی ٩٨): د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د دهانه تور د ډبرو سکرو په کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله اووه کسان مړه شوي دي.

د دره صوف بالا ولسوال احمد علي حسني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام د محمدالدین په نوم د ډبرو سکرو د یوه شخصي کان په استخراجي تونل کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، د یاد تونل په داخل کې میتان خپور شوی و او وروسته یې چادونه کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې دوه قربانیان د دره صوف پایین ولسوالۍ، دوه د دره صوف بالا ولسوالۍ، دوه کسان د سرپل د بلخاب ولسوالۍ او یو تن د بلخ ولایت دی.

نوموړي وویل، د یادې پېښې د رامنځته کېدو پر مهال شاوخوا ۳۰ کسان په کان کې پر کار بوخت وو خو نور کسان ژغورل شوي دي.

ولسوال څرګنده کړه، یاد تونل ۲۰۰ زره متره ژوروالی درلود او په غیرقانوني او غیر معیاري توګه یې فعالیت کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۲ ورځې مخکې هم د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د میتان ګاز په چاودنه کې شپږ کسان مړه شوي وو.

دغه راز په یاده ولسوالۍ کې د ۱۳۹۵ کال په ورته پېښو کې څلور او په ۱۳۹۳ کال کې ۲۹ کسان مړه شوي وو.

د ولسوال د معلوماتو له مخې، د دې ولسوالۍ د دهانه تور او شباشک د ډبرو سکرو په کانونو کې شاوخوا زر خپل سري استخراجي تونلونه شته چې زرګونه کسان په کې کار کوي.

هغه وویل، په یادو کانونو کې د ډبرو سکرو غیرقانوني او غیر معیاري تونلونه موجود دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو تونلونو د تړلو لپاره یې اقدام کړی خو دا چې یاد تونلونه د زورواکو دي تر اوسه یې په بندول نه دي بریالي شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.