لښکرګاه(پژواک،٢ غويى ٩٨): د هلمند د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت په دوه ولسواليو کې د ګوزڼ (پوليو) دوه تازه پېښې ثبت شوې دي.
د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالاحد حازم د غويي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت په دوه ولسواليو واشېر او نوزاد کې د ګوزڼ (پوليو) دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
حازم وايي چې د نوزاد ولسوالۍ پېښه په يوې داسې کورنۍ کې رامنځته شوې چې څوکاله وړاندې يې يو بل ماشومان هم په ورته ناروغۍ اخته شوى و.
ده زياته کړه:((دغه پېښې په هغو ولسواليو کې ثبت شوي چې څو مياشتې وړاندې طالبانو په کې د پوليو واکسين تطبيق منع کړى و، خو بيا وروسته يې اجازه ورکړه.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، طالبانو په دې وروستيو کې يو ځل بيا په ځينو سيمو کې د ګوزڼ واکسين پر تطبيق بنديز لګولى دى.
د هلمند د عامې روغتيا رييس وايي چې که حالات همداسې دوام پيدا کړي، نو د پوليو پېښې به په دغه ولايت کې له حده ډېرې شي.
خو بل لورته د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې طالبانو د واکسين پر تطبيق بنديز نه دى لګولى.
هغه وايي: ((د واکسين کارکوونکي په سمه توګه خپل کار نه کوي چې بيا له دغه ډول مشکل سره مخ کيږي.))
د يادونې ده چې وسله وال طالبان د هلمند ترڅنګ د يو شمېر نورو ولايتونو په ځينو سيمو کې هم ټينګار کوي چې د کورونو پرځاى دې واکسين په جوماتونو کې ماشومانو ته تطبيق شي.
خو د عامې روغتيا وزارت چارواکي بيا وايي چې د پاليسۍ له مخې دوى اړ دي چې کور په کور ماشومانو ته واکسين تطبيق کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن