کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٨): په کاپيسا، پنجشېر، نيمروز او باميان کې د څه باندې ٨٠٨ ميليون افغانيو په لګښت شاوخوا ٢٨ کيلومتره سړک رغول کېږي او د لس کيلومتره سړک د څار او ساتنې چارې تر سره کېږي.
د دغو پروژو تړونونه نن کابل کې د ترانسپورټ وزير يما ياري له څلورو خصوصى شرکتونو سره لاسليک کړل.
د ترانسپورټ وزير د دغو پروژو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل چې د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ اړوند د خارج ده، کله حوت، غچولان او جورغل سيمو کې پر څه باندې پنځه لس نيم کيلومتره سړک په ١٨ مياشتو کې د "يونيک بلدرز" شرکت له خوا قير اچول کېږي.
دغه راز هغه وايي چې د پنجشېر ولايت د رخې ولسوالۍ په پياوشت سيمه کې پر٣٠٠ متره سړک د "خشت طلايي" شرکت له خوا په درېيو مياشتو کې قير اچول کېږي .
د ده د معلوماتو له مخې، د بل تړون له مخې، د باميان ولايت په ورس ولسوالۍ کې پر ١٢ کيلومتره سړک د سنګرنيازي او غلام نبي يعقوبي شرکتونو له خوا کرېړ اچول کېږي.
د ترانسپورټ وزير وايي، نيمروز ولايت کې د زرنج – دلارام پر لاره د لس کيلومتره سړک د څار او ساتنې چارې د "سپا" ودانيز شرکت له خوا تر سره کېږي.
د ترانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو لګښت د افغانستان حکومت او نړيوال بانک ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن