د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«د سولې ترلاسه شوی فرصت مه ضایع کوئ»

«د سولې ترلاسه شوی فرصت مه ضایع کوئ»

Apr 22, 2019 - 19:47

کابل (پژواک،۲ غویی ۹۸): د یو شمېر سیاسي حرکتونو استازو په کابل کې د جوړې شوې ناستې پر مهال ومنله چې د سولې ترلاسه شوی فرصت باید ضایع نه شي او د سولې بهیر باید د حکومتي او غیر حکومتي کړیو په اسارت کې نه کوي.

دغه ناسته نن د افغانستان ژغورنې لار شورا لخوا په کابل کې جوړه شوې وه.

د افغانستان ژغورنې لار شورا د سولې مشورتي لویه جرګه د سولې بهیر ګډوډول وبلل او په قطر کې د بین الافغاني ناستې پر جوړېدو د ټينګار تر څنګ یې له ولسمشر څخه وغوښتل چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره قرباني ورکړئ.

د افغانستان ژغورنې لار شورا مشر سیداکبر اغا نن په کابل کې یوې ناستې ته چې د یادې شورا لسګونه غړو په کې ګډون درلود د سولې مشورتي لویې جرګې ته په اشارې چې ټاکل شوې د غويي په نهمه په کابل کې جوړه شي وویل: ((دغه جرګه د سولې بهیر د سبوتاژ کولو لپاره رابلل شوې، داسې راپورونه شته چې ولسمشر د خپلې کاري مودې د غځېدو په لټه کې دی.))

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سترې محکمې تېره ورځ اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډېدو او د پخواني ولسمشر په کار کې دغه ډول ځنډ ته په کتو محمد اشرف غني کولای شي چې د نوي ولسمشر تر ټاکلو پورې خپلې دندې ته دوام ورکړي.))

ټاکل شوې چې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال تلې په شپږمه ترسره شي.

په ورته وخت کې سید اکبر اغا وویل، د ټاکنو ترسره کېدل د سولې له راتلو سره مرسته نه شي کولای، خو د سولې ټينګښت کولای شي د ټاکنو له ترسره کېدو سره مرسته وکړي او دغه بهیر ته مشروعیت ورکړي.

نوموړي زیاته کړه: ((کله چې خلک هره ورځ د سولې لپاره قرباني ورکوي نو ولسمشر هم باید قرباني ورکړي او د خپل کار په دوام چې څو ورځې یې پاتې دي ټينګار ونکړي.))

هغه د قطر د بین الافغاني ناستې په اړه هم خبرې وکړې.

ټاکل شوې وه چې دغه ناسته د افغان سیاسیونو او طالبانو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۲۰ او ۲۱ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

خو د حکومت لخوا په دې ناسته کې د ۲۵۰ ګډونوالو پر نوملړ ځینو نیوکه وکړه او په پایله کې افغان حکومت اعلان وکړ چې د قطر هېواد بل نوملړ را استولی خو حکومت ته د منلو وړ نه دی.

افغان حکومت ویلي چې د قطر هېواد، وروسته له هغې یاده ناسته لغوه اعلان کړه چې ددغه نوملړ په تړاو یې د افغان حکومت غوښتنه ونه شوای منلی.

سید اکبر اغا د ۲۵۰ د نوملړ برابرول هم د افغان حکومت لخوا د سولې د سبوتاژ هڅه وبلله او ویې ویل، حکومت د لوی نوملړ د جوړولو سربېره د دې ناستې د مشرتابه په ناسته کې و چې طالبانو ورسره مخالفت وکړ او د قطر حکومت یاده ناسته لغوه اعلان کړه.

د خلاصون لار د شورا په پرېکړه لیک کې راغلي: ((په هېواد کې د سولې خبرو سبوتاژ کول له ملت سره جفا ده.))

د پرېکړه لیک په یوه برخه کې د هېواد په اوسنیو حساسو شرایطو کې د حکومت لخوا د سولې د مشورتي لویې جرګې جوړول د سولې ضد اقدام بلل شوی او ویل شوي، د ځينو سیاستوالو لخوا د یادې جرګې له تحریم سربېره حکومت د سولې د مشورتي جرګې په جوړېدو ټينګار کوي او د خپلو ټاکنیزو سیالیو لپاره د بیت المال د پیسو د لګښت هڅه کوي چې خلک به ددغه کار اجازه ورنکړي.

یاده شورا له ښکېلو غاړو غواړي چې ژر تر ژره دې په قطر کې د بین الافغانۍ خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

دغه راز په پریکړه لیک کې یادونه شوې چې یاده شورا به د سولې بهیر د سبوتاژ کولو او په دې برخه کې د خنډونو د راپیداکولو په تړاو پټه خوله پاتې نه شي.

د ملي امنیت شورا پخواني مرستیال او د خلکو د تحریک ملي ګوند رییس عبدالحکیم نورزي هم یادې ناستې ته د خبرو پر مهال د سولې مشورتي جرګې او ۲۵۰ کسیز نوملړ جوړول په هېواد کې د سولې بهیر سبوتاژ کول وبلل او ویې ویل: ((د ارګ حاکمان سوله نه غواړي، دوی داسې سوله غواړي چې د واک یې خوندي وي.))

هغه زیاته کړه، د سولې مشورتي جرګه قانوني بڼه نه لري.

د افغانستان ژغورنې د مشرتابه شورا غړي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په ټاکنیز ټکټ کې د حکمتیار لومړي مرستیال فضل هادي وزین هم یادې ناستې ته د خبرو پر مهال وویل: ((له څلوېښت کلونو وروسته د سولې لپاره طلايي موکه رامنځته شوی نو دغه موکه باید له لاسه ورنکړو، د قضیې ټول اړخونه دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان قضیه د جګړې له لارې نه حلېږي.))

هغه زیاته کړه، د قطر ناسته چې د افغانانو لپاره هیله بښونکې وه د حکومت د ځیو تېروتنو له امله لغوه شوه.

نوموړي د سولې د مشورتي لویې جرګې جوړېدو او د قطر ناستې لپاره د۲۵۰ کسیزه نوملړ برابرولو ته په اشاره وویل: ((یا حکومت سیاسي اراده نه لري او یا د ځانګړو موخو په لټه کې دی، د سولې بهیر باید له حکومتي او غیر حکومتي برامتې څخه و ایستل شي.))

نوموړي د حکومت او طالبانو پسرلنیو عملیاتو ته په اشاره وویل: ((نظامي عملیات له تباهۍ پرته بله لاسته راوړنه نه لري، باید بند شي او د اوربند زمینه برابره شي.))

وزین زیاته کړه، حکومت، سیاستوال او عام خلک باید ګډې هڅې وکړي څو لاسته راغلی فرصت ضایع نه شي.

دغه راز نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل چې د ولسمشرۍ څوکۍ د بیا ترلاسه کولو لپاره خلک د خپلې څوکۍ قرباني نه کړي او د سولې لاره کې خنډونه جوړ نکړي.

نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې بدو ته بد ځواب ونه وايي او نرمښت ولري.

د نوین ملي جبهې رییس ډاکتر انورالحق احدي یادې ناستې ته وویل: ((زیاتره د سولې د ټينګښت پلوي دي، په دې برخه کې د امریکا او طالبانو دریځ مثبت دی، خو حکومت مثبت دریځ نه لري، هیله من یو چې دریځ یې مثبت وي او لاسته راغلی فرصت ضایع نه شي.))

نوموړي په قطر کې د بین الافغاني ناستې په ژر ترسره کېدو ټینګار وکړ او هغه یې سولې ته د رسېدو لپاره مهمه وبلله. هغه دغه راز وویل، د سولې بهیر باید د ټاکنو قرباني نه شي.

د سولې عالي شورا غړي سردار محمد نادر یادې ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، د طالبانو لپاره باید سرې کرښې ونه ټاکل شي.

هغه زیاته کړه، ټول خلک تل د هېواد پر ۱۸ کلنو لاسته راوړنو ټینګار کوي خو په هغو مواردو چې په دې دوره کې مو له لاسه ورکړي هېڅوک خبرې نه کوي.

ده وویل: ((که سوله غواړو باید له ځانه یې پیل کړو، خپلې خبرې او عمل باید بدل کړو، کله چې یو چا ته د ترهګر او دښمن خطاب کوو موږ تر تل پاتې سولې نه رسوي، موږ باید د ښه نیت لپاره خپلې خبرې او عمل بدل کړو.))

نوموړي د سولې په برخه کې وروستي اقدامات خپه کونکي وګڼل او زیاته یې کړه، له څلوېښتو کلونو وروسته د سولې تر لاسه شوی فرصت باید ضایع نه شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement