د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"اوبه بايد د افغانستان او ګاونډيانو تر منځ د تقابل پر ځاى د همکارۍ وسيله وي"

"اوبه بايد د افغانستان او ګاونډيانو تر منځ د تقابل پر ځاى د همکارۍ وسيله وي"

Apr 22, 2019 - 16:28

کابل (پژواک، ۲ غويی ۹۸): افغانستان غواړي د اوبو په برخه کې هم له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري او اوبه د افغانستان او ګاونډيانو تر منځ د همکارۍ وسيله وي نه د تقابل.

دغه څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان نن په کابل کې "د فرامرزي اوبو او د اوبو د حقونو" په دويم روزنيز سيمينار کې وکړې.

 ورته لومړى سيمينار د ۲۰۱۸ زېږديز کال په لومړيو کې جوړ شوی و.

ادريس زمان وايي، ياد سيمينارونه ددغه وزارت او نورو اړوندو ادارو دکارکوونکو د تخصصي وړتياوو لوړلو په موخه جوړېږي، تر څو د اوبو د دپلوماسۍ او حقونو اړوند چارې سمې پر مخ بوځي.

زمان زياتوي:"موږ د هېواد ملي ګټو او پايدار اقتصاد ته په پام غواړو له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو، په ځانګړي ډول د اوبو په برخه کې؛ موږ غواړو اوبه زموږ د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د همکارۍ وسيله وي نه د تقابل وسيله."

د ده په وينا، ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو ښه کول او د همکارۍ روحيې پياوړي کول د افغانستان د حکومت د بهرني سياست له لومړيتوبونو څخه دي.

د هغه په خبره، د هېواد جغرافيايي جوړښت ته په پام په سرحدي سيمو کې شته اوبه د دې لامل شوي چې افغانستان له ګاونډيو سره يو ډول تعامل ولري.

هغه وايي، دا مهال افغانستان د هلمند سيند د اوبو په اړه له ايران سره لاسليک شوى تړون لري چې تر دې دمه نافذ دی.

دى زياتوي چې افغانستان له ازبکستان سره د اوبو په تړاو د همغږۍ کمېټه لري او هڅې روانې دي چې له ترکمنستان او تاجکستان سره هم ورته کمېټې جوړې شي.

خو هغه ونه ويل چې افغانستان له پاکستان سره د اوبو په تړاو څه ډول تعامل لري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي پيري ماياودون په نننۍ ناسته کې وويل چې د نړۍ د اقليمي وضعيت بدلون ته پام اوبه په نړۍ کې له ستراتېژيک اهميت نه برخمنې دي؛ نو ځکه اړينه ده چې د اوبو د دپيلوماسۍ او حقونو په تړاو اړينې وړتياوې لوړې شي.

هغه وويل:"اوبه حياتي اهميت لري، همداراز د هېوادونو سوله او امنيت هم د نورو فکتورونو تر څنګ يو فکتوري مرزي اوبه دي؛ نو که موږ غواړو د ملي او نړيوالو قوانينو په رڼا کې له اوبو ښه ګټه پورته کړو، اړينه ده چې مسلکي روزنه ولرو."

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د اوبو د څانګې مرستيال خان محمد تکل وويل، له دې سره سره چې په کور د ننه د اوبو د مهارولو په موخه اړين قوانين جوړ شوي، خو ځينې ګاونډي هېوادونه له ټاکل شوې حقابې اضافه غوښتنه لري.

هغه د کوم هېواد نوم ياد نه کړ، خو ويې ويل چې هېواد کې څلور لسېزې جګړې د دې لامل شوي چې ځينې ګاونډې هېوادونه په ډېرو برخو کې د افغانستان رول د تعريف شويو همکاريو په چوکاټ کې له پامه وغورځوي.

د ځينې شمېرو له مخې افغانستان په منځي ډول ۷۰ ميليارد متر معکب کلنۍ اوبه لري، خو ۸۰ سلنه يې ګاونډيو هېوادونو ته ځي.

په تېره شاوخوا يوه نيمه لسيزه کې افغان حکومت د دغو اوبو د مهارولو هڅه کوي او دا اندېښنې هم شته چې ګاونډي هېوادونه په تېره پاکستان او ايران د افغان حکومت دا چارې د ځان په زيان بولي.

د راپورونو پربنسټ، د ايران ولسمشر حسن روحاني د تهران چاپېريال ککړتيا په ناسته کې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ٣٤ هېوادونو استازو په کې ګډون کړى و، افغانستان کې د يو شمېر بندونو جوړولو په اړه نيوکه وکړه، ويې ويل چې تهران ته د زغم وړ نه ده چې افغانستان کې د کجکي، کمال خان، سلما په څېر بندونو جوړولو په وړاندې چې د ايران خراسان، سيستان او بلوچستان په ولايتونو اغېز کوي، چوپ پاتې شي.

خو افغان حکومت وايي، د بندونو جوړول د افغانستان حق دى او د ګاونډيو هېوادونو لپاره ګواښ نه دى او افغانستان ملي ګټو او نړيوال کنوانسيونونو ته په پام خپلې اوبه کنټرولوي.

دغه راز داسې راپورونه هم شته چې نړيوال بانک په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې د کابل او اسلام اباد استازي په دوبۍ کې يوې غونډې ته وبلل او په دې غونډه کې د افغانستان پلاوي وړانديز وکړ چې د کونړ د ساګي او شال بندونو په جوړېدو کې دې نړيوال بانک مرسته وکړي، خو پاکستاني پلاوي د دې بندونو له جوړېدو سره مخالفت وکړ او هماغه و چې نړيوال بانک په شا شو.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement