د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تېرکال د مس عینک له کانه څه باندې ٢٣٠٠ تاريخي اثار ترلاسه شوي

تېرکال د مس عینک له کانه څه باندې ٢٣٠٠ تاريخي اثار ترلاسه شوي

Apr 22, 2019 - 19:00

پل علم (پژواک، ٢ غويي ٩٨): د لوګر چارواکي وايي چې تېرکال د مس عینکو د کان له لرغونې سیمې څخه څه باندې دوه زره او درې سوه ډول-ډول ارزښتناکه تاريخي اثار ترلاسه شوي دي.

د لوګر د مس عينکو کان د لرغونو اثارو په سيمه کې نن غونډه جوړه شوې وه چې د دغه ولايت ترڅنګ يو شمېر نورو حکومتي چارواکو هم په کې ګډون درلود.

د غونډې په لومړیو کې د مس عینکو د لرغونې سیمې د کیندنو امر خیر محمد خیرزاده وويل چې تېرکال د کیندلو په پایله کې ۲۳۴۶ ډول ډول لرغوني اثار له دغې سيمې څخه ترلاسه شوي او ملي موزيم ته سپارل شوي دي.

دغه راز په دغه غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنري چارو معین پوهاند محمد رسول باوري وویل: (( ولې موږ هر کال د مس عینکو لرغونې سیمې ته راځو دا په دې معنى چې وګورو چې تېر کال موږ کومې لاسته راوړنې او پرمختګونه درلودل تر څو د هغو د ساتنې او پالنې لپاره منظم پلانونه جوړ کړو.))

 باوري د مس عينکو کان مهم ياد کړ او له امنيتي ځواکونو يې غوښتنه وکړه چې کلک امنيتي تدابير ورته ونيسي.

همدارنګه د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي وويل: ((که موږ د خپلو لرغونو اثارو په ارزښت پوه شو نو هېڅکله به خوار نه شو.))

هغه زیاته کړه له دې لرغونې سیمې نه چې هر څه موندل کیږي باید ارزښت ورته ورکړل شي او په سمه توګه یې ساتنه وشي.

د يادنې ده چې په دغه سيمه کې د کيندنو له پيل راهيسې څه باندې لس زره ډول ډول تاريخي اثار او نسخې ترلاسه شوي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement