ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر اوسېدونکو له  حکومت او طالبانو د اوربند کولو غوښتنه وکړه

د لوګر اوسېدونکو له حکومت او طالبانو د اوربند کولو غوښتنه وکړه

author avatar
22 Apr 2019 - 17:07
د لوګر اوسېدونکو له  حکومت او طالبانو د اوربند کولو غوښتنه وکړه
author avatar
22 Apr 2019 - 17:07

پل علم(پژواک، ٢ غويى ٩٨): د لوګر يو شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو او اوسېدونکو له حکومت او طالبانو د جګړې د درېدو او اوربند د کولو غوښتنه وکړه.

دغه څرګندونې د دغه ولايت لسګونو اوسېدونکو، قومي مشرانو او ديني عالمانو د غويي په دويمه په مرکز پل علم کې د يوې غونډې پرمهال وکړې.

په دغه غونډه کې قومي مشر محمدالله وويل چې د بهرنيانو له لوري پر افغانو تپل شوې جګړه بايد نور پاى ته ورسېږي.

هغه وايي: ((طالبان او حکومتي چارواکي بايد نور له خپلو شخصي ګټو تېر شي او د ملت لپاره بايد سوله وکړي.))

دغه راز يو تن ديني عالم محب الله وويل چې په هېواد کې يواځې د مذاکراتو له لارې جګړه پاى ته رسېدلى شي.

ده زياته کړه: ((په هېواد کې روانه جګړه ناروا ده،دواړه لوري بايد خبرو ته دوام ورکړي، ترڅو هېواد کې سوله راشي.))

همدارنګه د لوګر اوسېدونکي زبيدې وويل چې حکومت او طالبان بايد د جګړې د شدت پرځاى د سولې د خبرو اترو  او اوربند لپاره هلې ځلې وکړي.

هغې وويل: ((په تېرو څو لسيزو جګړو کې ډېرې ميندې کونډې او بچيان يې يتيمان شول، کورونه يې ويجاړ شول او خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي، نور بايد دغه ناخوالې پاى ومومي.))

دغه راز بل ديني عالم مولوي اسدالله له طالبانو غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره چمتوالى وښيي.

مولوي اسدالله زياتوي: ((سوله الهي امر دى، نو طالبان ولې له امريکا سره سوله کوي او له خپل افغان ورور سره سوله نه کوي؟))

د يادې غونډې يو شمېر نورو ګډنوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو يې د جګړې د درولو غوښتنه وکړه.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.