ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نړيوال جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

د نړيوال جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

author avatar
22 Apr 2019 - 11:12
د نړيوال جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه
author avatar
22 Apr 2019 - 11:12

کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٨) : د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره ملي لوبډله اعلان کړه .

ټاکل شوې ده، چې د کرکټ نړيوال جام راتلونکې مياشت (٣٩ ورځې وروسته) په انګلستان کې د ١٢ لوبډلو په ګډون سره پيل شي.

د کرکټ بورډ له خوا د غويي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده لوبډله د هغو ۲۳ لوبغاړو له منځه غوره شوې چې اوسمهال په سوېلي افریقا کې پر تمریناتي کمپ او لوبو بوخت دي.

سرچينې زياته کړې، د یاد تمریناتي کمپ په ترڅ کې د هر لوبغاړي فټنس، وړتياوې او کړنې کتل شوې دي او په پایله کې یې د غوراوي کمېټې له لوري غوره ١٥ لوبغاړي ټاکل شوي .

د کرکټ غوراوي کمېټې ويلي، چې یاده لوبډله د تېرو شپږو میاشتو د ارزونې په پایله کې غوره شوې ده.

د غوراوي کمېټې له خوا په اعلان شوې لوبډله کې ګلبدین نایب لوبډلمشر، شهزاد محمدي ، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشدخان ارمان، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ شامل دي.

دغه راز  درې لوبغاړي د احتیاط لوبغاړو په توګه غوره شوي چې په کې اکرام علي خېل، کریم جنت او سعید شېرزاد شامل دي.

د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي د اعلان شوې لوبډلې په اړه وویل، ټول لوبغاړي له شپږو میاشتو لړۍ او چمتووالي وروسته غوره شوي او د دوى یوازينۍ موخه هم په نړیوال جام کې د ډېرو ښو لوبو ترسره کول دي.

هغه زياته کړې، په یاد نړیوال جام کې ډېرې پیاوړې لوبډلې لوبيږي، خو هیله شته چې افغان لوبډله هم ډېره ښه وځلیږي.

احمدزى وايي: ((د غوراوي کمېټې د مشر په توګه مې دا مسوولیت و چې یوه ډېره پیاوړې لوبډله غوره کړم، په مخ کې مې خنډونه هم موجود و، خو موږ ترې غوره لوبغاړي انتخاب کړي. تر ډېره مو د دوی تجربې، د لوبې توازن، اقلیم او د لوبغاړو وړتياوو ته لومړیتوب ورکړی دی؛ نو هیله لرم چې غوره شوې لوبډله به له کومې وېرې پرته ډېره ښه ولوبېږي او هر لوبغاړی به له ځانه ډېره وړتیا وښيي.))

نوموړي د حميد حسن په اړه ويلي، چې د هغه بیا راتګ یو ښه زېری دی، خو بیا هم په راتلونکو تمریناتي لوبو کې د هغه فټنس او پیاوړتیا ارزول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.