د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

راتلوونکى کال به د افغان-ترک ښوونځيو شمېره ٢٨ ته لوړه شي

راتلوونکى کال به د افغان-ترک ښوونځيو شمېره ٢٨ ته لوړه شي

Apr 22, 2019 - 19:07

مزارشريف ( پژواک، ۲غويى  ۹۸): د ترکيې هيواد د معارف بنسټ وايي، چې راتلونکی کال به په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو شمېر دوه برابره زيات کړي.

له دې سره د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د ترکيې دولت ته د افغان – ترک ښوونځيو سپارلو سره به د دغو ښوونځيو په کميت او کيفيت کې هم مثبت بدلونونه راشي.

د ترکيې د معارف  بنسټ عمومي مشر پروفيسور بېرول آقدون د ثور په ۲مه، مزار شريف کې په رسمي ډول ترکيې هيواد ته د افغان – ترک ښوونځي د سپارلو په پروګرام کې وويل، چې دغه هيواد به له افغانستان سره د پوهنې د ودې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې ترکيه په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو د مسووليت اخيستو په برخه کې هېڅ ډول مخفي پلان نلري، بلکې دغه هيواد کې د افغان معارف وزارت تر بشپړ څار لاندې خپلو تعليمي خدماتو ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړه چې هڅه کوي سږ کال په ټول افغانستان کې د ترکيې معارف بنسټ ته د افغان – ترک ښوونځيو د لېږد رسمي پروسه بشپړه شي.

نوموړي وويل چې د راتلونکي کال پلان يې دا دی؛ څو په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو شمېر له ۱۲ څخه ۲۸ بابه ښوونځيو ته ورسوي.

د ترکيې د معارف بنسټ عمومي مشر وويل چې افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو د شمېر په زياتېدو سره به دغه ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر هم له پنځه زرو څخه اتلس زرو تنو ته ورسېږي.

د هغه په خبره که څه هم افغانستان او ترکيه شريک سرحد نلري؛ خو په وينا يې چې دغه دواړه هيوادونه ښې اړيکې، ګډ فرهنګي او تاريخي مشترکات لري.

نوموړي له افغان حکومت او پوهنې وزارت څخه هم مننه وکړه، چې د ترکيې هيواد معارف بنسټ ته د افغان – ترک ښوونځيو په سپارلو کې يې بشپړه همکاري وکړه.

د افغانستان د پوهنې وزارت مرستيالې مرجان متين دغه پروګرام کې رسنيو ته وويل، چې افغان حکومت د ترکيې په ګډون له ټولو هغو هيوادونو څخه مننه کوي، چې افغانستان کې د بيا رغونې او تعليم د ودې لپاره همکاري کوي.

د هغې په خبره د ترکيې د معارف بنسټ ته د افغان – ترک ښوونځيو د لېږد پر مهال يو شمېر هيوادوالو ته په دغو مکتبونو کې د زده کړو د کيفيت د څرنګوالي په اړه اندېښنې هم پيدا شوې وې.

خو هغې زياته کړه چې ترکيې او افغانستان په دې تړاو تفاهم ليک لاسليک کړی چې په افغان – ترک مکتبونو کې به د زده کړو کيفيت او کميت له پخوا څخه ښه کېږي.

د پوهنې وزارت مرستيالې د ترکيې د معارف له بنسټ څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان په لرې پرتو او محرومو سيمو کې دې د تعليم د ودې لپاره افغانانو سره همکاري وکړي.

هغه په دې برخه کې امنيتي ستونزې د يوه جدي خنډ په توګه يادې کړې خو زياته يې کړه چې دواړه هيوادونه به په ګډه کار کوي، چې په دې لاره کې شته ستونزې حل کړي.

نوموړې وايي، چې د افغان – ترک په ښوونځيو کې به د پخوا په څېر د ښوونکو او زده کوونکو امتيازات او حقوق حفظ وي او همدا راز د افغانستان او ترکيې د معارف وزارتونه به له يادو ښوونځيو څخه په جدي ډول څارنه کوي.

د هغې په خبره د افغانستان پوهنې وزارت د ترکيې له پوهنې وزارت سره کار کوي، چې د افغان – ترک ښوونځيو لپاره لس کلن انکشافي پلان ترتيب کړی.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغانستان او ترکيې اړيکې ډېرو پخوانيو کلونو ته ور وګرځي.

هغه د افغانستان په بيا رغونه کې د ترکيې هيواد له مرستو او همکاريو مننه وکړه.

رهګذر د ترکيې د معارف له بنسټ څخه هيله وکړه، چې د هغې تفاهمنامې تطبيق ته ژمن و اوسي چې د افغانستان له پوهنې وزارت سره يې د افغان – ترک ښوونځيو په اړه لاسليک کړی دی.

هغه زياته کړه، چې ترکيه نه يواځې د پوهنې برخه کې، بلکې په نورو رغنيزو چارو کې هم د افغانستان ښه ملګرې ده.

د بلخ والي له ترکيې هيواد څخه غوښتنه وکړه، چې بلخ کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د خانقاه په جوړولو کې مرسته وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement