ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: تورخم کې د بار وړونکو موټرو څلور کلنه ستونزه حل شوه

سوداګر: تورخم کې د بار وړونکو موټرو څلور کلنه ستونزه حل شوه

author avatar
22 Apr 2019 - 14:37
سوداګر: تورخم کې د بار وړونکو موټرو څلور کلنه ستونزه حل شوه
author avatar
22 Apr 2019 - 14:37

جلال اباد (پژواک، ۲ غويی ۹۸): د ننګرهار سوداګر وايي چې تورخم ښارګوټي کې د ولايتي ادارې د وروستيو هلو ځلو له امله د بار وړونکي ترانسپورټ پر وړاندې څلور کلنه ستونزه حل شوه.

دوی تېره ورځ د دغه ولايت رسنيو دفتر کې د ننګرهار له والي او ولايتي شورا غړو سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې يادونه وکړه چې تورخم کې د لاريو پر وړاندې د ستونزې حل جلال اباد ښار کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې راټيټې کړې دي.

د ننګرهار د صنايعو او  معادنو خونې مشر حاجي تورملنګ وویل، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په تورخم ښارګوټي کې دوی له یادې ستونزې سره مخ وو، چې په هوارېدو يې د فساد مخه ونیول شوه، کرایه کې کموالی راغی او  له امله یې د توکو نرخونه هم ټيټ شوي دي.

دغه راز د ننګرهار ولايت د سوداګرو اتحادیې مشر حاجي زلمي غوښتنه وکړه چې دغې ستونزې ته دې د دايمي حل لپاره ځانګړی سيسټم رامنځته شي.

نوموړی وايي، بار وړونکې لارۍ په دې خاطر ځنډول کېدې چې هلته موجودو مسوولينو ته پيسې ورکړي او ژر له تورخم تېر شي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، په تورخم ښارګوټي کې د موټر چلوونکو ناقانونه اتحادیو، اشخاصو، قومي او یو شمېر نورو ادرسونو په بېلابېلو نومونو له بار وړونکو موټرو پيسې اخيستل کېدې او موټرو ته د تګ زمينه برابرېده.

دی وايي، دې خپلسرۍ په تورخم کې د موټرو ځنډ ته لاره جوړه کړې وه او له امله يې هره ورځ سوداګرو ته سلګونه زره افغانۍ زيان اوښت.

هغه زیاته کړه،د موټر چلوونکو اتحاديه یې له منځه یوړه، د بار وړونکو موټرو د تګ پر مهال يې د بېلابېلو اشخاصو او قومونو په نومونو تلوونکو موټرو مخنیوی وکړ چې له امله یې په تېرو څو ورځو کې د څلور نیم زرو په شاوخوا کې بار وړونکو موټرو ته  د تګ زمینه برابره اوله  ۱۳۵ څخه تر یو نیم سل میلیونه افغانیو پورې سوداګرو ته ګټه واوښته.

د ننګرهار والي وويل ، تېره شپه په تورخم ښارګوټي کې په بشپړ ډول  ټولو موټرو ته د تګ زمینه برابره شوه او هېڅ بار وړونکی موټر له تګ څخه نه دی پاتې شوى.

د ولایتي شورا غړي اجمل عمر وويل، تر دې وړاندې به له هر بار وړونکي موټر څخه تر سل زره روپیو پورې د فساد په شکل اخیستل کېدې.

هغه وړاندیز وکړ، هغه مسوولین دې څارنوالیو ته ور وپېژندل شي،چې تر دې وړاندې په تورخم ښارګوټي کې په یاد فساد ککړ وو.

په همدې حال کې د ننګرهار د ګمرک رييس عمر مومند وویل، د روان مالي کال په ترڅ کې پنځه سلنه په سوداګریزو چارو کې کموالی راغلی؛ خو دوی ۲۳،۵ سلنه عواید لوړ کړي او لامل يې په ګمرک اداره کې تر ډېره کچه د فساد مخنیوی،د قانون حاکمیت او روڼتياپه ګوته کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.