کابل (پژواک، ۲ غویی ۹۸): ډاکتر عبدالله عبدالله د قطر ناسته له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو لپاره مناسب فرصت وباله خو نیوکه یې وکړه چې دغه ناسته د ناسم مدیریت له امله ترسره نه شوه.
ټاکل شوې وه چې د قطر ناسته د روانې میلادي میاشتې په ۲۰ او ۲۱ ترسره شي او حکومت په دې ناسته کې د ګډون لپاره د ۲۵۰ کسانو نوملړ برابر کړ، خو طالبانو یې په غبرګون کې وویل، د یادې ناستې جوړوونکي به د حکومت له خوا په دومره شمېر کسان ونه مني او نه هم په دې ډول ناستو کې دغه ډول ګډون رواج دی.
د ملي يووالي حکومت اجرایيه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل، له طالبانو سره د ناستې لپاره په قطر کې د خبرو زمینه برابره شوې وه خو د ناسم مدیریت له امله ګډه وډه شوه.
نوموړي سوله د هېوادوالو مهمه اړتیا وبلله او ویې ویل، تر اوسه هم ددغه ډول ناستو لپاره د زمینې برابرولو لپاره تیاری روان دی او له لاسته راغلو فرصتونو څخه استفاده کېږي.
نوموړي زیاته کړه: ((د افغانستان خلکو خپله اراده او عزم څرګند کړ چې د یوه ارام او سوله ییز ژوند په لټه کې دي، په دې هیله چې موږ خپلې پخوانۍ هیلې د سولې ټينګښت او په هېواد کې د جګړې پای ته رسولو ته ورسېږو.))
عبدالله وویل، د افغانستان د خلکو د حقه او واحد غږ د پورته کولو په ځانګړې توګه په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د رهبرۍ مشورتي شورا ته اړتیا ده او کولی شي چې ګټوره واقع شي او دا روښانه شي چې څوک د جګړې د دوام او څوک د سولې غوښتونکي دی.
اجرايیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پر مخابراتو وزارت د وري د ۳۱ مې برید د عامه خدمتونو پر بنسټونو برید ګنلی او په کلکو ټکو یي غندلی دی.
نوموړي په هېواد کې د ناامنیو دوام ته په اشاره زیاته کړه: ((له بده مرغه چې طالبانو د الفتح په نوم د عملیانو پر اعلان د جګړې مسوولیت پر غاړه واخیست، خو سره له دې هم خلک د سولې غوښتنه کوي او سوله یوه اړتیا بولي.))
طالبانو د روان کال د وري په ۲۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو د «الفتح» په نوم د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړ او ویې ویل: ((د یادو عملیاتو موخه د پراخو سیمو، ښارونو او مرکزونو نیول دي.))
عبدالله په میدان وردګو ولایت کې د بهرنیو ځواکونو شپنیو عملیاتو ته په اشاره وویل: ((له بده مرغه چې درې ورځې مخکې د عملیاتو په ترڅ کې ملکي وګړي وژل شوي او جنرال میلر هم ومنله چې تېروتنه شوې وه او ډاډ یې ورکړ چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره به اقدام وکړي.))
د یادونې ده چې درې ورځې مخکې د عملياتو پرمهال د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په صدمردې سیمه کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن