ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې دداعش له منګولو ٢٤ ملکي وګړي وژغورل شول

ننګرهار کې دداعش له منګولو ٢٤ ملکي وګړي وژغورل شول

author avatar
22 Apr 2019 - 16:16
ننګرهار کې دداعش له منګولو ٢٤ ملکي وګړي وژغورل شول
author avatar
22 Apr 2019 - 16:16

جلال اباد (پژواک، ۲ غويی ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت چپرهار ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د داعش له منګولو ۲۴ ملکي وګړي ژغورلي دي.

چارواکي وايي، داعش وسله والو دغه کسان يرغمل کړي و؛ خو د امنيتي ځواکونو د عملياتو په  پايله کې بېرته د هغوی له منګولو وژغورل شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ۲مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار وخته د چپرهار ولسوالۍ سلوزو سيمه کې داعش وسله والو ۲۴ تنه قومي مخور له ځانه سره برمته کړي وو.

دی وايي، وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کې عمليات پيل کړل او له داعش وسله والو سره يې جګړه هم وکړه.

د خوږياڼي په وينا، د دغو عملياتو او نښتو په پايله کې ياد ۲۴ قومي مخور د وسله والو له منګولو ازاد او خپلو کورنيو ته روغ او سلامت ستانه شول.

هغه زياته کړه، د یادو کسانو د خوشي کېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې درې داعش وسله وال او یو ملکي وګړی هم ټپيان شوي دي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په ياده نښته کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

بلخوا داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دغې ولسوالۍ ډاګو سيمه کې د داعش او طالب وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ يوه نښته کې امنيتي ځواکونو د پنځلس وسله والو د وژلو دعوه کړې وه.

بلخوا په ختيځ کې د سيلاب قول اردو وايي چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د ننګرهار په ده بالا ولسوالۍ کې  دداعش اووه  وسله وال وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.