ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د زعفرانو کښت ښه حاصل ورکړى

په خوست کې د زعفرانو کښت ښه حاصل ورکړى

author avatar
22 Apr 2019 - 10:56
په خوست کې د زعفرانو کښت ښه حاصل ورکړى
author avatar
22 Apr 2019 - 10:56

خوست ښار (پژواک، ۲غويى  ۹۸): خوست کې د لومړي ځل لپاره د ډاکار موسسې په مرسته يو شمېر کروندګرو په خپلو کرنيزو ځمکو کې زعفران کرلي، چې مثبته پايله يې ورکړې ده.

کروندګر که څه هم د زعفرانو له حاصل څخه خوښ دي، خو وايي چې حاصلاتو ته يې مناسب مارکېټ نه شته او په دغه برخه کې له دولت څخه د مرستې غوښتنه کوي.

د هغوى په وينا، د دوی زعفران له پوره کيفيت څخه برخمن دي او زياتوي چې که حاصلاتو ته يې مناسب مارکېټ پيدا نه شي، ښايي له بيا ځل کر څخه يې لاس په سر شي.

دغه زعفران زياتره ددغه ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې کرل شوي چې ځمکه يې د نورو سيمو په پرتله دې بوټي ته ښه جوړه ده.

زرولي ددې ولسوالۍ يو له هغو کروندګرو څخه دی، چې په خپله يو ټوته ځمکه کې يې د زعفرانو قطعې کرلې دي.

هغه پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل دا چې د دوی زياتره ځمکې للمي دي، نو زعفران ډېره ښه نتيجه ورکوي، ځکه په وينا يې چې د غنمو او يا د نورو کښتوتو په پرتله زعفران ډېرو کمو اوبو ته اړتيا لري.

دی زياتوي: ((نورو فصلونو ته موږ په اوونۍ کې يو وار اوبو ورکوو د برمې اوبه دي، زعفران په کال کې يو يا دوه وارې اوبه غواړي، نور موږ ښه زيات ګل ترې شکوو خو بازار نه لري، که بازار يې پيدا شي، بل ځای به يې هم انتقال کړو، که په همدې حالت پاتې شي موږ ته د غنمو پيسې هم نه جوړوي.))

پادشاه يو بل کروندګر دی چې په خپله ځمکه کې يې د زعفرانو قطعې کرلې دي. ده هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نورو فصلونو په پرتله د زعفرانو ګټه څو برابره زياته ده.

دی وايي که دولت يې حاصلاتو ته مارکېټ پيدا کړي، نو هر څوک به د زعفرانو کښت ته مخه کړي.

هغه زياته کړه : ((زعفران ښه نتيجه ورکوي، مصرف يې کم دی او ګټه يې هم ډېره ده،کوکنار  حرام دي،ګناه لري او څوک يې بايد ونه کري، خو زموږ دا ارمان دی چې د زعفرانو حاصلاتو ته مو مارکېټ درلودی.))

په همدې حال کې د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د زعفرانو د ترويج او بازار موندنې په موخه له اړونده وزارت سره په اړيکه کې دي.

ددغه رياست د ترويج د برخې مدير انجنير بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل چې که کروندګر د دغه بوټي سمه پالنه او ساتنه وکړي، نو په ډېر لنډ وخت کې به د خوست زعفران له نړيوال شهرت څخه برخمن شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.