ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د غزني امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوى

چارواکي: د غزني امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوى

author avatar
22 Apr 2019 - 16:06
چارواکي: د غزني امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوى
author avatar
22 Apr 2019 - 16:06

غزني ښار(پژواک، ٢ غويى ٩٨): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوى، خو اوسېدونکي يې بيا له دغو څرګندونو سره موافق نه دي.

په دې وروستيو کې په غزني ښار کې داسې اوازې خپرې شوې چې وسله وال طالبان يوځل بيا غواړي پر دغه ښار ډله ييز بريد وکړي چې له امله يې د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ګڼ شمېر کورونه او مارکېټونه هم په کې له منځه ولاړل.

خو د غزني والي وحيدالله کليمزي د غويي په دويمه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په دې وروستيو کې غزني کې امنيت وضعيت ډېر ښه شوى او طالبان بيا پر غزني ښار د ډله ييز بريد توان نه لري.

هغه وايي: ((طالبان هېڅ هم نه شي کولى، يواځې تبليغاتي جنګ ته يې زور ورکړى، ترڅو د خلکو ذهنونه خراب او پر دولت يې بې باوره کړي.))

د نوموړي په وينا، د امنيتي ځواکونو تشکيل پوره شوى او په تېره يوه مياشت کې يې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

دى وايي: ((تازه دمي سرتېري هم رسېدلي او د امنيتي ارګانونو ترمنځ همغږي هم ډېره شوې، نو خلک بايد هېڅ تشويش ونه لري.))

دغه راز په دغه غونډه کې د غزني امنيه قوماندان سمونوال محمد خالد وردګ وويل چې ډېر ژر به د دغه ولايت په امنيتي وضعيت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.

ده وويل: ((موږ د لويو لارو او ولسواليو د امنيت د ښه کولو لپاره منظم پلانونه جوړ کړي چې ډېر ژر به يې تطبيق کړو.))

وردګ هم وايي چې وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، يواځې ځانمرګي بريدونه او چاودنې کوي.

همدرانګه په دې غونډه کې د غزني د عالمانو شورا مشر مولوي محمد اسماعيل وويل چې په دې وروستيو کې د خلکو په منځ کې داسې اوازه خپره شوې چې طالبان يو ځل بيا پر غزني ښار بريد کوي.

خو دى زياتوي: ((موږ پرخپلو ځواکونو باور لرو او موږ يې همېشه ترڅنګ ولاړ يو او خلکو نه هم غواړم چې د امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.