د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار ته راستنه شوي کډوال د بې روزګارۍ او سرپناه ستونزې لري

کندهار ته راستنه شوي کډوال د بې روزګارۍ او سرپناه ستونزې لري

Apr 22, 2019 - 15:27

کندهار (پژواک، ۲ غویی ۹۸): چارواکي وايي، هره ورځ په منځنۍ کچه له پاکستان څخه له ۱۰ تر ۱۵ پورې کډوالې کورنۍ د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته راستنېږي.

 

بل خوا راستنېدونکي کډوال وايي، هېواد ته په راتلو د سرپناه له نشتوالي او بې روزګارۍ کړېږي او د کډوالو د نړيوال سازمان UNHCR پرته دولت هيڅ راز مرسته نه ده ورسره کړې.

 

د کندهار د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب پژواک خبري اژانس ته وویل، هېواد ته د کډوالو د راستنېدو لړۍ تر ډېره د دواړو هېوادونو په سیاسي حالاتو پورې اړه لري.

هغه زیاته کړه، که په پاکستان کې د کډوالو لپاره حالات ترینګلي وي نو د ورځې له ۶۰ تر ۷۰ کډوالې کورنۍ د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستنېږي خو که حالات عادي وي نو بیا له ۱۰ تر ۱۵ کورنۍ راستنېږي.

د ده په خبره، د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزارتونو پرېکړه کړې وه چې سږ کال به له پاکستان څخه ۵۰ زره کډوال چې شاوخوا ۸ زره کورنۍ کېږي د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شي.

خو دی وايي، چې په پاکستان کې د کډوالو د استوګنې موده له یوې بلې میاشتې ته په غځول کېدو دغه لړۍ لا نه ده پيل شوې.

 

نایاب خبر ورکړ چې تېر کال د سپین بولدک له لارې ۳۵۰۰ کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

دی وايي، له دې ډلې هغو کورنیو چې قانوني اسناد یې لرل، د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې/UNHCR له خوا ورسره مرسته شوې خو هغو چې قانوني اسناد یې نه لرل د کډوالۍ د نړیوال سازمان/IOM له خوا ورسره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

 

خو ناياب یادونه وکړه چې د کډوالو چارو ریاست مسوولیت لري چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه غم وخوري، خو په کندهار کې تر اوسه دا کار نه دی شوی.

 

د راستنېدونکو کډوالو د ښارګوټو لپاره د کندهار په دوو ولسوالیو پنجوايي او دامان کې ځمکې بېلې شوي چې دوی یې تر ډېره د نقشې او اړوندې نورې چارې بشپړې کړي خو د ځمکو د وېش چارې یې نه دي پیل کړي.

ناياب وویل، د ځمکو د نومرو د وېش چارې د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان ته ځنډېدلي چې تر اوسه نه دی ورکړای شوی.

 

د ده په خبره، پخوا کډوالو ته ځمکې د ولسمشر د ۱۰۴ ګڼه فرمان له مخې وېشل کېدې، خو اوس د ۳۰۵ ګڼه فرمان پر بنسټ وېشل کېږي خو دغه فرمان تعدیل ته اړتیا لري.

دی وايي، په دې فرمان کې راغلي چې د ځمکو د وېش په کمېټه کې دې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې هم شاملې وي خو ستونزه دا ده چې په ځینو ولایتونو کې دغه ادارې نشته چې له امله یې د دغه فرمان پلي کېدل ځنډېدلي دي.

دی وايي، د کندهار د کډوالو چارو ریاست چمتو دی چې په پنجوايي ولسوالۍ کې پر کډوالو ۱۰۷۶ د استوګنې نومرې ووېشي.

دغه راز ده یادونه وکړه، دا چې یوازې همدا یو ښارګوټی د ټولو کډوالو لپاره بسنه نه کوي، په دامان ولسوالۍ کې هم د کډوالو د بل ښارګوټي لپاره ۶ زره جریبه ځمکه بېله شوې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د حکم تر لاسه کولو وروسته به پر مستحقو کډوالو ووېشل شي.

 

ده خبر ورکړ چې کله هم د نومرو وېش پیل شي نو یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو ژمنه کړې چې د شلټر په نوم پروګرام به پیلوي او له کډوالو سره به د کورونو په جوړولو کې مرسته کوي.

له دې ور ها خوا کندهار د ۱۸۵ زره داخلي بې ځایه شوو کډوالو کوربه هم دی.

 

په دې اړه نایاب وویل، په تېرو څو کلونو کې د دغه ولایت له یو شمېر ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه د جګړې او په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله شاوخوا ۱۸۵ زره کډوالو کورنیو کندهار ښار ته پناه راوړې ده.

 

دی وايي، اړوند ریاست د مرستندویه ادارو په همکاري توانېدلي چې وخت په وخت له دغسې کډوالو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو تر څنګ نغدي مرستې وکړي.

 

خو دغه مرستې د دغو خلکو په ژوند کې بدلون نه شي راوستلی، ځکه هغوی هم د بې روزګارۍ او سرپناه له ستونزې کړېږي.

 

له پاکستان څخه کندهار ته راستانه شوي کډوال وايي، د راستنېدو پر مهال یوازې د کډوالو نړيوال سازمان UNHCR ورسره مالي مرسته کړې، خو دولت هيڅ راز مرسته نه ده ورسره کړې.

محب الله هغه کډوال دی چې د خپلې کورنۍ له لسو غړو سره د پاکستان د بلوچستان ايالت له کويټې ښار څخه کندهار ته راستون شوى او دا مهال د ښار اړوند د نهمې ناحيې په يوه کرايي کور کې اوسېږي.

 

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ده تمه هم دا وه چې هېواد ته په راتلو به ورسره حکومت د استوګنې د ځمکې مرسته کوي، خو هغوى تر اوسه هغو کډوالو ته لا ځمکې نه دي ورکړي چې د تېرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دى زياتوي، په پاکستان کې مېشت ډېرى کډوال له خپل تريخ ژوند څخه ځورېږي او غواړي خپل هېواد ته راستانه شي، خو د سرپناه او روزګار نشتوالى يې پر وړاندې لوى خنډونه دي.

دغه کډوال له حکومت څخه وغوښتل چې د هغوی د سرپناه او روزګار غم وخوري.

د عبدالوهاب په نوم یو بل کډوال وايي، خپل هېواد ته له راستنېدو يې څو مياشتې تېرېږي، خو تر اوسه يې ځان ته کار او روزګار نه دى موندلى او په یوه کرايي کور کې ژوند کوي.

د ده په خبره، څو ځلې يې په کندهار ښار کې د کډوالو رياست ته مراجعه وکړه، هغوى يوازې د ده نوم ثبت کړ او د ځمکې د ورکړې نامعلومه ژمنه يې ورکړه.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement