کندهار (پژواک، ۲ غویی ۹۸): چارواکي وايي، هره ورځ په منځنۍ کچه له پاکستان څخه له ۱۰ تر ۱۵ پورې کډوالې کورنۍ د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته راستنېږي.
بل خوا راستنېدونکي کډوال وايي، هېواد ته په راتلو د سرپناه له نشتوالي او بې روزګارۍ کړېږي او د کډوالو د نړيوال سازمان UNHCR پرته دولت هيڅ راز مرسته نه ده ورسره کړې.
د کندهار د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب پژواک خبري اژانس ته وویل، هېواد ته د کډوالو د راستنېدو لړۍ تر ډېره د دواړو هېوادونو په سیاسي حالاتو پورې اړه لري.
هغه زیاته کړه، که په پاکستان کې د کډوالو لپاره حالات ترینګلي وي نو د ورځې له ۶۰ تر ۷۰ کډوالې کورنۍ د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستنېږي خو که حالات عادي وي نو بیا له ۱۰ تر ۱۵ کورنۍ راستنېږي.
د ده په خبره، د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزارتونو پرېکړه کړې وه چې سږ کال به له پاکستان څخه ۵۰ زره کډوال چې شاوخوا ۸ زره کورنۍ کېږي د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شي.
خو دی وايي، چې په پاکستان کې د کډوالو د استوګنې موده له یوې بلې میاشتې ته په غځول کېدو دغه لړۍ لا نه ده پيل شوې.
نایاب خبر ورکړ چې تېر کال د سپین بولدک له لارې ۳۵۰۰ کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
دی وايي، له دې ډلې هغو کورنیو چې قانوني اسناد یې لرل، د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې/UNHCR له خوا ورسره مرسته شوې خو هغو چې قانوني اسناد یې نه لرل د کډوالۍ د نړیوال سازمان/IOM له خوا ورسره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن