کابل (پژواک، ٣ غويى ٩٨) : د افغانستان په تړاو د روسيې، امريکا او چين د ځانګړو استازو دويمه ګډه غونډه په مسکو کې جوړېـږي.
په کابل کې د روسيې سفارت له خوا د غويي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړى استازى ضمير کابلوف ګډون وکړي.
سرچينې د غونډې د نورو ګډونوالو په اړه څه نه دي ويلي، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى خليلزاد دا ځل مسکو ته هم سفر کوي.
د روسيې سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې به د افغانستان پر وروستيو حالاتو، په دوحه کې د طالبانو او امريکا د مذاکراتو او په افغانستان کې ملي پخلاينې په اړه خبرې کېږي.
مسکو ويلي، ددغې درې اړخيزې ناستې په پاى کې به يوه ګډه اعلاميه هم خپره شي.
سرچينې زياته کړې چې دا ناسته د افغانستان د سولې په تړاو کومه نوې طرحه نه ده، بلکې دا د هغو هڅو برخه ده چې د افغانستان سولې په تړاو لوى نړيوال طاقتونه يې کوي او په دغه برخه کې مرستندويه رول ترسره کوي.
د يادونې ده چې دا ډول لومړۍ ناسته تېره مياشت په واشنګټن کې شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن