ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ولایتي شورا رییس په زورواکۍ تورن شوی

د هرات ولایتي شورا رییس په زورواکۍ تورن شوی

author avatar
23 Apr 2019 - 19:22
د هرات ولایتي شورا رییس په زورواکۍ تورن شوی
author avatar
23 Apr 2019 - 19:22

هرات (پژواک ،٣ غویی ٩٨): د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي د یادې شورا رییس کامران علي زايي په زورواکۍ، ناقانونه کړنو او د دولتي ادارو په چارو کې په لاس وهنه تورنوي، خو مقابل لوری بیا دغه ادعاوې په بشپړ ډول ردوي.

د هرات د ولایتي شورا څلورو غړو، نجیب الله محبي، ډاکتر نوراحمد حیدري، عبدالرحمن مرادي او سردار بهادري نن په یوه خبري ناسته کې ادعا وکړه چې کامران علي زايي د ولایتي شورا له غړو سره تر مشورې پرته  په ناقانونه توګه د لویو لارو پر سر د سوداګرو موټرونه دروي.

د دولتي ادارو په چارو کې د ولایتي شورا د رییس ښکاره لاس وهنه، د ولایتي شورا له ریاست څخه په استفاده د خپلو شخصي کارونو ترسره کول، خپل سرې کړنې، د یادې شورا د څار د فعالیتونو په تړاو نه مشوره د ولایتي شورا د یادو غړو نور شکایتونه دي.

د هرات د ولایتي شورا غړي ډاکتر نوراحمد حیدري په نننۍ ناسته کې وویل، له څه وخت راهیسې د ولایتي شورا د رییس زورواکي او ناقانونه فعالیتونه موجود دي او دوام لري.

هغه زیاته کړه: ((ولایتي شورا یوه سالمه اداره او د ښې حکومتولۍ نمونه ده چې اصلي موخه یې له اداري فساد سره مبارزه او له دغه ډول مواردو څارنه ده.))

نوموړي اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: ((له بده مرغه د ولایتي شورا د رییس سلیقوي او شخصي چلند چې د ولایتي شورا له نورو غړو سره له مشورې پرته د کړنلارې خلاف ترسره کېږي، شخصي پروګرامونه، زورواکي او ان د نوموړي لخوا د دولتي ادارو په چارو کې لاس وهنه ترسره کېږي چې د ولایتي شورا غړو ته د منلو نه ده او دغه عمل یې د ولایتي شورا مقام ته رسولی دی او په دې شورا یې د خلکو باور کم کړی دی.))

د ولایتي شورا دغه غړي روښانه کړه چې د ولایتي شورا غړو نننۍ خبري ناسته د دولتي ادارو په چارو کې د کامران علي زایي د لاس وهنو په اړه اعتراض وباله.

حیدري د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: ((موږ له ولسمشر، د سیمه ییزو ارګانونو له رییس، د سیمه ییزو شوراګانو د چارو د انسجام رییس او هرات له والي څخه غواړو چې د ولایتي شورا چارو ته جدي رسېدنه وکړي او هیله لرو چې د ولایتي شورا د غړو غوښتنې واوري او یادو ستونزو ته رسېدنه وکړي.))

ډاکتر حیدري د دې شورا د ناستو نه ترسره کېدل، له موکلینو سره د کامران علي زایي د ساتونکو ناسم چلند او د نوموړي لخوا د ترافیکو او ښاروالۍ ادارو په چارو کې زورواکي د هرات د ولایتي شورا د غړو ستونزې ګڼي.

د هرات د ولایتي شورا بل غړي سردار بهادري هم د دې شورا رییس په ناقانونه کړنو تورن کړ او ویې ویل، نوموړی د قانون خلاف پرته له دې چې یوه موضوع د دې شورا په ناسته کې فیصله شي ځینې کارونه ترسره کوي.

هغه زیاته کړه: ((زه د مشورتي کمېټې رییس یم، یو کال کېږی چې د ولایتي شورا رییس په نظارتي چارو کې له موږ سره هېڅ ډول مشوره نه ده کړې، په خپل سر له خپلو ساتونکو، وروڼو او د کورنۍ له غړو سره ځي او موټر دروي، دولتي ادارو ته خپلواک استعلام ورکوي، د ولایتي شورا له غړو سره هېڅ مشوره نه کوي.))

نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې که دولت یې غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.