ایبک (پژواک، ٣ غویی ٩٨): د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې د جمعیت ګوند د دوو مخکنیو قوماندانانو د وسله والو تر منځ په نښته کې دوه کسان وژل شوي دي.
د یاد ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد صدیق عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه نښته تېره شپه اته بجې د ایبک ښار په ګذر کندل سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، یاد دوه پخواني جهادي قوماندانان محمدسلیم اومحمداصف عظیمي نومېږي.
د ده په خبره، په دغه نښته کې د جمعیت د مهم قوماندان محمد اصف زوی حاجي خالد وژل شوی او د قوماندان محمد سلیم وراره طلب الدین چې حاجي خالد یې ضربه کړی سخت ټپي دی او دواړه د سمنګان ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
د سمنګان د ولایتي روغتون نوکریوال ډاکتر عبدالهادي احمدي دغه روغتون ته د یوه ټپي او یوه وژل شوي کس د جسد انتقال تایید کړ او ویې ویل، ټپي شوي کس هم تېره شپه د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د سمنګان ولایت مطبوعاتي مسوول د نښتې لامل د یادو دوو قوماندانانو تر منځ پخوانۍ دښمني وبلله او ویې ویل، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې هم د محمد اصف کسانو د حاجي رشاد حسامي په نوم یو بل قوماندان وژلی و.
د معلومات له مخې، د حسامي تر وژلو وروسته محمد سلیم د هغه ځای نیولی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن