کابل(پژواک، ٣ غويى ٩٨): ولسمشر غني وايي، د سولې لپاره شرایط برابر شوي، په دې برخه کې محدودیتونه له منځه تللي او د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې په اړه د ټولو افکار په منسجم او منظم بحث بدله شي.
ولسمشسر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د لویې جرګې خېمې تالار کې د مشورتي لویې جرګې جوړولو کمېسیون مشرتابه او غړو سره کتلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني په دې کتنه کې ويلي، د جرګې د ملي بحث پایلو کې به ستاسو د کوښښونو اغېزې هېوادوال، سیمه او نړۍ وګوري.
هغه زیاته کړې:" موږ د واحد او منسجم ملت په توګه خپل مسایل تل د جرګو او مشورو له لارې حل کړي."
د ده په وينا، افغان ښځې په خپل ټول قوت خپل استازیتوب کوي او د دغې جرګې د ښځینه ګډونوالو فیصدي باید له دېرش سلنې څخه کمه نه وي.
هغه ويلي :"د بې ثباتۍ یو لامل د لوبې د واضح، اصولو او قواعدو نه شتوالی و، مګر اساسي قانون دغه ستونزه په اساسي توګه حل کړې."
د ده په وينا، د لویو جرګو ښه والی دادی چې هېڅوک یې نه شي سانسور کولی او د ملت استازي په ازادانه توګه خپل نظریات، وړاندیزونه او مشورې مطرح کوي.
غني وايي چې دا د مشورتي لویې جرګې او ولس استازو پورې اړه لري چې د سولې پروسې حدود څنګه ترسیموي.
ولسشمر ويلي چې د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې په اړه د ټولو افکار په منسجم او منظم بحث بدل کړي.
هغه زیاته کړې چې د سولې لپاره ملي، سیمه ییز، اسلامي او بین المللي شرایط برابر شوي او په دې برخه کې شته محدودیتونه له منځه تللي.
هغه په ټینګار سره وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې حدود او جهت واضح او بحث متمرکز کړي.
ولسمشر غني زياتوي:" مشوره اسلامي او جرګه او مشارکت زموږ ملي اصل او ارزښتونه دي او باید جدي ونیول شي. د ولس استازي مو وصل ته راغوښتي، نه فصل ته، نو د سولې مشورتي لویه جرګه د شخص نه، بلکې د نظام او وصل جرګه ده. "
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن