ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: غزني کې ٣٤ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي: غزني کې ٣٤ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
23 Apr 2019 - 15:11
چارواکي: غزني کې ٣٤ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
23 Apr 2019 - 15:11

غزني ښار(پژواک، ٣ غويى ٩٨): د غزني چارواکي وايي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو د ځمکنيو او هوايي بريدونو په ترڅ کې ٣٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د مرکز، اندړو، ناوې، ده يک او اب بند ولسواليو په ځينو سيمو کې ځمکني او هوايي عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٣٤ وسله وال طالبان وژل شوي، ١١ ټپيان شوي او اووه نور نيول شوي دي.

د نوري په وينا، د همدې عملياتو په ترڅ کې د طالبانو يو شمېر موټر، وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

دغه راز د ده يک ولسوالۍ د ده بالا سيمې اوسېدونکي بلال احمد پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې پر يوه ټانګ هوايي بريد شوى دى.

هغه زياتوي: ((معلومه نه ده چې په دې ټانګ کې څوک وژل شوي دي.))

خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه د حکومتي او بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي: ((د ملکي خلکو پر کورونو يې چاپه وهلې، ګڼ کورونه يې منفجر کړي، مالونه يې چور کړي، شخصي وسايط يې سوځولي او دوه کليوال يې بنديان کړي دي.))

مجاهد زياتوي چې د تېرې شپې په بريدونو کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يوځل بيا په غزني کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.