ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​”وسله وال طالبان د مزار– شبرغان پر لاره له باروړونکو موټرو ماليه اخلي”

​”وسله وال طالبان د مزار– شبرغان پر لاره له باروړونکو موټرو ماليه اخلي”

author avatar
23 Apr 2019 - 14:45
​”وسله وال طالبان د مزار– شبرغان پر لاره له باروړونکو موټرو ماليه اخلي”
author avatar
23 Apr 2019 - 14:45

مزارشريف ( پژواک، ٣ غويى ۹۸) : د بلخ ولايت سوداګر وايي، چې وسله والو طالبانو د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې سيار ګمرک جوړ کړی او پر دغې لار له تلونکو باروړونکو موټرو څخه محصول اخلي.

دوی پر امنيتي ادارو نيوکه کوي، چې له څو ځله ژمنو سره يې بيا هم د يادې لارې په اوږدو کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه شواى کړای.

د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد بيا د يادې لويې لارې په اوږدو کې د طالبانو له خوا د ګمرک جوړېدو موضوع ردوي.

د بلخ د ولايتي شوار پخواني مرستيال او سوداګر ذبيح الله کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو  د مزار– شبرغان لويې لارې په اوږدو کې د چهاربولک ولسوالۍ زيکزيک سيمې اړوندساحه کې ګمرک جوړ کړی او پر دغې لارې له تلونکو بار وړونکو موټرو څخه محصول ټولوي.

کاکړ زياته کړه، چې د مزار – شبرغان پر لويې لارې د تېلو او نفتو د لېږدولو له هغو موټرو څخه چې له آقينې او اندخوی څخه  مزار شريف ته راځي، له هر موټر څخه ۱۸۰۰۰افغانۍ محصول اخيستل کېږي.

د هغه په خبره، د تېلو هر ټانکر چې طالبانو ته محصول ورنه کړي؛ نو د طالب وسله والو له خوا درول   کېږي، تېل يې خرڅوي او پيسې يې خپله اخلي.

دغه سوداګر همدا راز وايي، چې وسله وال طالبان د مزار – شبرغان پر لويه لار هغو موټرو څخه  ټول تېل اخلي، چې له کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت او ناټو ځواکونو سره قرار داد لري او هغوی ته تېل ور رسوي.

نوموړی زياتوي، چې په دې کار سره د بلخ  - شبرغان لويې لارې طالبان له مالي پلوه د ځواکمنېدو په حال کې دي، چې ورسره جګړې هم زياتې شوې دي.

کاکړ وويل: (( که حکومت د لارې امنيت تامين نه کړي؛ نو سوداګر مجبور دي، چې طالبانو ته ماليه ورکړي او زيان يې عام ولس ته رسېږي؛ ځکه د سوداګرو چې څومره مصرف وشي، هغه بيا بازار کې خپل مواد قيمته کوي)).

د هغه په وينا، له دې لارې هره ورځ د طالبانو جيبونو ته ميليونونه افغانۍ عوايد ورځي.

نوموړي زياته کړه، چې د طالبانو د ګمرک مسوولينو سوداګرو ته اخطار ورکړی، چې که د محصول له  ورکړې پرته يې بار وړونکي موټر پر دغې لويې لارې تېر کړل؛ نو دوی به يې موټرو ته اور واچوي.

هغه له امنيتي مسوولينو غوښتنه وکړه، چې د دغې ستونزې د حل په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.